Sunday 25th of June 2017   

«

»

Azmoone Melli

Print this نوشته

افغانستان..بون او د ملی وحدت “هوکړه لیک” دوې کرغېړنې پرېکړې!!

عبدالله اشرف غنی ۱ عبدالله اشرف32

که یوه لور ته په افغانستان کې دجګړې د تداوم لپاره بهرنۍ استعماری او استخباراتی کړۍ داسې مرموز سیاستونه خپلوی، چې د کشالو او شخړو د حل پر ځای د کړکیچ د دواړو اړخونو تر منځ توازن ساتی، د جګړې دواړو لورو ته تجهیزات او وسلې ورکوی، د ترهګرۍ د ودې لپاره زمینه برابروی، د نظامونو د تضعیف لپاره هلې ځلې په لاره اچوی، د ثبات او ټیکاو د رامنځته کېدو فرصتونه ګواښی، کله په مستقیم او کله په غیر مستقیم ډول د شخړو د رامنځته کولو لپاره سیمې ته رادانګی.. بل لور ته په سوله ییز ډول د ثبات او ټیکاو د ټینګښت په موخه د دېموکراسۍ د پروسې د پلې کېدو په لړ کې نړیوالې ټولنې او یا په تېره بیا د ډیموکراسۍ ټېکداران( امریکا، انګلستان، فرانسه ..) هم د افغانستان د کړېدلې ملت سره لویه جفا تر سره کوی. سره له دې چې په افغانستان او ګڼ شمیر اسلامی هېوادونو کې بحرانونه په خونړیو او ورانونکو جګړو باندې بدل شوی دی، خو په نړیواله تولنه کې اغیزناک اړخونه لکه (امریکا، اوروپا او روسیه) د دغو جګړو او بحرانونو څخه د خپلو ګټو په اړوند اندېښمن نه ښکاری ؛ بلکې خپلې ګټې د دغه راز حالت په واکمنۍ او تداوم کې ګوری، د هوایی بمبارد څخه نیولې د دښمن تر ملاتړه او د متبادلې ترهګرۍ تر هڅونې پورې، هر راز زیار په کار اچوی او آن تر دې چې د نړیوال قانون د ارزښتونو اړوند هم متناقض سیاستونه خپلوی او ډیموکراسۍ د اصولو او معیارونو خلاف حکومتونه را منځته کوی او عجیبه دا چې بیا همدغه حکومتونو او جوړښتونو ته د مشروع حکومتونو نوم هم ورکوی، څرنګه چې د افغانستان د ملی وحدت د حکومت د هوکړه لیک په سریزه کې راغلی دی !. دا په داسې حال کې چې د افغانستان او اسلامی نړۍ په ګڼ شمیر هېوادونو کې د بحرانو نو او کړکیچونو څخه را زېږدېلې جګړې په اور کې د اسلامی نړۍ انسان، تمدن او زېرمې ټول سوځی او تباه کېږی، خپل اسلامی او ملی ارزښتونه، جوړښتونه، فکرونه، باورنه .. او مسلح ځواکونه، اداری سیستمونه … له لاسه ورکوی او په پای کې پر بې وسه، بې وزله نا توانه هېوادونو باندې بدلېږی، چې تل نورو ته اړ او محتاج پاتې او د خپلې وجودی فلسفې په اړه شکمن، اندېښمن او لالهانده وی.

لوېدیځ د افغانانو د سرښندنې سره لویه جفا هغه مهال وکړه، چې د خپلو اصولو په رڼا کې یې په خپل کوربون کې ورته د یوه نا انډوله حکومت اساس کېښود، د دېموکراسۍ تر شعار لاندې یې د دېموکراسۍ خلاف د زور اوځواک پر اساس د ځینو سیاسی ځواکونو او نظامی ملیشو تر منځ واک تقسیم کړ او ځینې نور سیاسی او نظامی اړخونه یې ترې محروم کړل، او د نوی حکومت لپاره یې یو داسې مخالف قطب ایجاد کړ، تر څو د تصادم او ټکر زمینه په افغانستان کې په پرلپسې توگه شتون ولری، جګړه تداوم ولری.

د افغانستان د ولسمشرۍ په ورستیوټاکنو کې د افغانستان کړېدلې ملت یو ځل بیا د ډېموکراسۍ د پروسې د پلی کېدو په موخه ریښتنی گام پورته کړ او نوموړی گام یې د بون د ناولې پرېکړې د سمون او اصلاح په موخه پورته کړ، تر څو په افغانستان کې د ملت اراده د انتخاباتو د میکانیزم له لارې تمثیل شی او ملت وکولای شی خپل سیاسی برخلیک په خپله وټاکی. خو د تل په څېر یو ځل بیا د استعماری ځواک مرموز سیاست د کړېدلی ملت پرېکړه د شک، ګمان او وهم سره مخ کړه او د خپلو اهدافو لپاره یې د ملت حق تر پښو لاندې کړ. د ټولو نړیوالو اصولو خلاف یې په افغانستان کې د یوه مبهم بې مبنی یا بې بنسټه هوکړه لیک پر اساس یو کړکیچن میکانیزم د حکومتولۍ لپاره را منځته کړ، چې له پیله تر دې دمه یې موږ د ناخوالو سره لاس ګریوان یو، پر داسې میکانیزم یې موږ افغانان ونازولو چې د وحدت او یوالی پر ځای د افغان ملت د تشتت او تفرق لاملونه پکې له ورایه څرګند دی.

په ټول کې د افغانستان او اسلامی هېوادونو ملتونه د دیموکراسۍ د پروسې د تطبیق په اړه د لوېدیځ له څو مخه سیاست څخه ناهیلی شوی دی، که هر څومره نوموړی ملتونه د دیموکراسۍ له ښکارندې سره ریښتنی دی، په هماغه کچه لوېدیځ د دغه ملتونو سره جفا کوی او د دیموکراسۍ لاسته راوړنې کله د استبدادی نظامی ځواکونو له لارې ځپې لکه په الجزایر او مصر کې چې په پای کې د دیموکراسۍ بهیر بېرته د صفر ټکی ته ورگرځوی ، کوم حالت چې له دې وړاندې په ټولنه کې استبداد حاکموی او کله د سیاسی جوړجاړی له لارې لکه په عراق او افغانستان کې چې په پای کې د دیموکراسۍ بهیر د خنډ او ځنډ سره مخ کوی او د خلکو اعتماد دیموکراسۍ په هکله له ستونزو سره مخ کوی او د بې قانونۍ او بې نظمۍ حالت را منځه ته کوی، د حکومتدارۍ په چارو کې د کړکیچونو د رامنځته کېدو زمینه هر مهال موجودوی.

لوېدیځ د څو مخه سیاست له کبله پړ دی، که یوه لور ته د دیموکراسۍ او بشری حقونو د تحقق شعار پورته کوی، خو بل لور ته په اسلامی هېوادونو کې د دیموکراسۍ د بهیر پر وړاندې پخپله خنډونه را منځته کوی او په دغه راز کړنو سره په اسلامی نړۍ کې د ترهگرۍ، افراطیت او سختدریځۍ عوامل رامنځته کوی.

لوېدیځ په اسلامی نړۍ کې د استبداد، بې نظمۍ او ترهگرۍ د تقویت له کبله پړ دی، اسلامی ملتونو پخپلو کړنو دا ثابته کړې، چې د استبداد، بې نظمۍ او ترهگرۍ په رټلو کې ریښتنی دی او غواړی له دغو ناوړه ښکارندو څخه ځان وژغوری او داسلام د سپڅلی دین د ارشاداتو په رڼا کې چې د ټول بشریت لپاره سوکالی او سعادت غواړی ژوند وکړی، خو بیا همدا لوېدیځ په پای کې پخپلو کړنو ثابتوی، چې د اسلام او مسلمانانو خلاف خپلې توطیې او دسیسې یوه پر بله پسې پلی کوی.

دا باید په ډاګه وی، چې عیب په موږ افغانانو کې نه بلکې عیب د حکومتولۍ په نوموړی میکانیزم (د ملی وحدت حکومت) کې نغښتی دی. عیب په موږ مسلمانانو کې نه بلکې عیب د لوېدیځ په مرموزو او مکارو سیاستونو کې نغښتی دی، چې په اسلامی نړۍ کې یې خپل کړی دی. د د حکومتولۍ لپاره د نړیوال نظام په عرف کې هغه حکومتونه مشروع او نورمال حکومتونه دی، چې د هېواد داساسی قانون د تصور او حکم سره سم را منځته شی، تر دې هخوا هر راز حکومت یا جوړښت استثنایی حل لارې دی، چې د عامل یا لامل په پورته کېدو سره باید طبیعی یا نورمال حالت ته راوګرځی. هغه تناقضات او سیاسی شخړې چې اوسمهال د افغانستان په سیاسی چاپیریال کې را څرګندېږی، ټولې پر دې په روښانه ډول دلالت کوی، چې موږ د مرموزو سیاستونو د لومو ښکار یوو او باید بیرته د قانونیت لور ته ستانه شوو.

په هېواد کې شته سیاسی ځواک پر دې پړ او مکلف دی، چې افغانستان د دغه کړکیچن حالت څخه وژغوری، د دغه سیاسی لومو اغیز د افغانستان پر راتلونکې باندې درک کړی، د حکومت د مشروعیت تر څنګ د ثبات او ټیکاو د ټینګښت لپاره د بین الافغانی تفاهم لړۍ هم په کلکه تعقیب کړی، که چېرې موږ افغانان غواړو په رېښتنې توګه د جګړې او بدمرغیو عوامل د خپل ګران هېواد افغانستان څخه پورته کړو .

پای.

عبدالرحمن فرقانی

FORQANI_604@HOTMAIL.COM

 

 

 

Permanent link to this article: http://my.azmoone-melli.com/go/4970