Wednesday 18th of October 2017   

«

»

Azmoone Melli

Print this نوشته

د محمد علی کلی پر تابوت د یهودی راهب ټکان ورکونکې وینا

mohammad ali Schenwari-1-150x150

ژباړه: زرغون شاه شینواری
یادونه: د تلویزیون له لارې مو د امریکا کنټاکی ایالت کې د لوریل ښارګوټی کې د نړۍ د سوک وهلو د نومیالی اتل ارواښاد محمد علی کلی د جنازې مراسم کتل. د علی په تابوت پسې
په لس ګونه زره مسلمانان،عیسویان، یهودان، بودایان بې دینه، تور، سپین، ژیړ، سور او غنم رنګه کسان په یوه لیکه روان وو.
علی په تابوت کې وه او هغه ارمان ور سره په پښو روان وه چې ده ورته قربانی ور کړې وی.
د محمد علی کلی وصیت ټکی په ټکی پر ځای شو. هغه خپلې میرمنې او اولادونو ته ویلی وو چې:
„زما جنازه کې هر خاص او عام ګډون کولای شی“، ځکه خو د امریکا په تاریخ کې د اسلامی مراسمو تر ټولو سترهجنازه د محمد علی کلی وه. د علی د جنازې په مراسمو
کې ډیرو نامتو کسانو ډول ډول ویناوې وکړې، مګر د هر یوه څخه زیاته د امریکا د هیواد د یوه یهودی مذهبی مشر مایکل لړنر وینا ډیره ټکان ورکونکې وه. د دهپه خبرو کې
ارزښتونو، اصولو او نړۍ لید د شته والی له امله ما و پتیله د خپلې لور هیلۍ شینوارۍ په مرسته دا وینا په پښتو ژبه و ژباړو. په ژباړه کې د ژباړې د معنی اړخ ته ډیره پاملرنه شوې، نو که څه لاندېباندې په کې راغلی وی د هغه لپاره بخښنه غواړم. نور د دری پر هغه متل چې وایی „عیسی به دین خود و موسی به دین خود“ تکیه کوو.
مایکل لړنر داسې و ویل:
„لویه خدایه پرمحمد علی کلی رحم وکړه. خدایه پر هغو ټولو مهربانه شه چې د مرحوم په جنازې پسې روان او د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې د ده پر مړینه خواشینی دی. زه د
علی په جنازه کې د امریکا د متحده آیالاتو دیهودانو د ټولنې په استازیتوب خبرې کوم. محمد علی کلی په نړۍ کې پیژندل شوی سړی وه. ده په امریکا کې د میشتو تور
پوستو د حقوقو د تر لاسه کولو او مدنی مبارزو په برخه کې پراخه ونډه درلوده. مونږ دلته ددې لپاره راغلی یو چې د محمد علی کلی د مړینې په مراسمو کې د امریکا د اسلامی ټولنې
او نړۍ د مسلمانانو سره د خپلې خواشینۍ او غمرازۍ څرګندونه وکړو.(خلکو ډیر لاسونه و پړکول) مونږ ته دا د زغملو نه دهکه هغه سیاستوال یا بل هر څوک وی چې د مسلمانانو ذ‌لیل کولو هڅې وکړی او د یو څو ورانکارو کسانو د کړنو له امله مسلمانان
او نړۍ د مسلمانانو سره د خپلې خواشینۍ او غمرازۍ څرګندونه وکړو.
(خلکو ډیر لاسونه و پړکول) مونږ ته دا د زغملو نه دهکه هغه سیاستوال یا بل هر څوک وی چې د مسلمانانو ذ‌لیل کولو
هڅې وکړی او د یو څو ورانکارو کسانو د کړنو له امله مسلمانان و ځپی (خلکو بیا په شور او زوګ سره لاسونه وپړکول). مونږ د هغه انسان په احساسپو
هیږو چې چې نور یې له ځانه کم یا ښکته ګڼی. په دې مو هم ماغزه خلاص دی چې څرنګه یو څو کسان را پورته کیږی او داسې څه سرته رسوی چې زمونږ د دینی اصولو پر ضد وی او
دا هم راته معلومه ده چېڅرنګه نور بیا د یو کس د بد عمل له امله ټول رانیسی او ورته سزا ورکوی. مونږ په امریکا کې استوګن یهودان چې د (ټوکیون) په نامه مجله کې دینی موضوعاتو او پرمختګ لپاره کار کوو، د امریکا د متحده آیالاتوپر دولت غږ کوو تر څو د فلسطین دولت ته وایی چې نور بس دی. مونږ په دې باور لرو چې څښتن تعالی ټول انسانان خوښوی او د هغه مخلوق دی او ورته ګران دی. په دې معنا چې د فلسطین خلک هم د نړۍ د نوروانسانانو په څیر انسانان دی (بیا د لاسونو پړکا). ما ته څرګنده ده چې د لورویل خلکو د محمد علی کلی سره ښه بلدتیا درلوده، خو زما او د علی تر منځ ځانګړو اړیکو شتون درلود. دا ځکه چې په ۱۹۶۰ کال کې زهمحمد علی او ځینې نور کسان له دې امله د څارنې لاندې وو چې مونږ د ویتنام د جګړې پر ضد ولاړه وو.
ښاغلو راغلو او کتونکو په دې خو ټول خبر یو چې د نړۍ له هرې برخې څخه کلی ته پیرزوینې، ډاډ ګیرنې او شاباسی پیغامونه را تلل، ځکه چې
د سوک وهلو نړیوال اتل وه، خو په اصل کې محمد علی د سوک وهلوتر څنګ د اصولو اتل وه او دا ډول خلک د ځانګړی درناوی وړ دی. د علی اړوند یو ټکی ته سم پام په کار دی او هغه دا چې پرته له دې چې ټولو ته متوجه خطر یې و ډاروی، هغه د نړیوال شهرت او اتلولۍ خاوند وه.هغه و ویل زه د ویتنام جګړې ته نه ځم، له همدې امله هغه په لسګونو میلیونه امریکایان چې د سوک وهلو د لوبې سره هیڅ سروکار نه لری، بیا هم د
هغوی په زړونو کې محمد علی کلی ځای نیولای دی.
علی د شهرت او اتلولۍ څخه اصولو ته لومړیتوب ور کړ. باید په یاد مو وی چې ډیرو خلکو به علی ته ویل پام کوه علی چې نړیواله پیژندنه او
اتلولی د ګواښ سره مخ نه کړې، شونی ده چې د سوک اتلولی در څخهواخستل شی. په حقیقت کې همداسې وشول چې د هغه څخه د پنځو کالو لپاره د
اتلولی لقب واخستل شو. له دې سره بیا هم علی په خپلو اصولو او ژبه ټینګ ولاړ وه، ځکه چې د هغه په وجود کې پر ځان باور، ځواک اورښتینولی شتون درلود (د لاسونو پړکا). پوښتنه دا ده چې مونږ څرنګه کولای شو محمد علی کلی ته د هغه د شان او ارزښت سره سمې پیرزوینې وړاندې کړو؟ ځواب دا دی چې علی ته تر ټولو ستر درناوی د ځانونوڅخه د علی جوړول دی (د لاسونو پړکا). اوس نو مونږ ته دا په میراث پاته دی چې
څرنګه کولای شو د زور پر وړاندې رښتیا و وایو. په خپلو نارو خلک را خبر کړو او د نه ویلو د اړتیا پر مهال نه و وایو. د امریکاولس باید
دې په سلو کې یوه سلنه خلکو ته و وایی چې: نور بس دی. دا شتمنۍ له خلکو سره شریکی کړئ. په هغو سیاستوالو غږ کوو چې لومړی په نړۍ
کې جګړې رامنځته کوی او بیا هغو خلکو ته چې دا جګړېپرې ور تپل شوی داسې وایی چې مونږ د جګړې مخالف یو. بس دی! دا د ډرون الوتکو بمبارۍ او د انسان وژونکو وسلو کارول و دروئ. هغوی باید په بهرنۍ نړۍ کې پوځی اډې و تړی او عسکر خپل کور تهراستانه کړی. چا چې دا زندانونه جوړ کړی او د زندانونو معامله یې روانه کړې هغوی ته وایو راپورته شی. د بند او زندان پر ځای داسې لارو چارو څخه کار واخلی چې خلک د جرم پر ځای سم کارونه وکړی او دزندان پر ځای کور ته لاړ
شی. مونږ هغو قاضیانو ته وایو هغه تور پوستی چې د متعصبو پولیسانو له خوا نیول شوی او د تعصب درلودونکو قاضیانو له پلوه بندی خانو
ته لیږلی شوی را پریښودل شی (د لاسونوپړکا). د بنګو د پاڼو په میده شوې بڼه (میروانه) تور پوستکی زندان ته استول کیږی خو په ور ته
عمل بیا سپین پوستکی زندان ته نه لیږل کیږی (د لاسونو پړکا). مونږ خپلو انتخابی سناټورانو ته وایو چې هغه کسانزندان ته ولیږی چې څوک په دوی د ظلم امر کوی. بندیخانو ته هغه خلک و استوئ چا چې په نورو باندې یې د ظلم شرایط برابر کړی دی. بندی کیدل د هغه لپاره لازم دی چې د سترو بانکونو او ګټو له لارې یې په۲۰۰۸ کال کې د امریکا اقتصاد ته سخت ګذار ور کړ. مونږ د ترکیې په مشرانو غږ کوو چې بس دی! نور کردان مه وژنئ.
د اسراییلو صدراعظم نتن یاهو ته وایو : که ته غواړې چې اسراییل په امن کې وی نو داردن د سیند په لویدیځه غاړه کې خپله سلطه پای ته ورسوه. پریږده چې
د فلسطین ولس د خپل دولت څښتن شی! د امریکا را روانې ولس مشرې ته وایو چې: د کانګرس څخه د قانون د یوه ترمیم منظوری واخله (دخلکو د ولولو ډکې نارې)
اړینه نه ده چې پیسې بندې شی، بلکه پیسې دې د عامو خلکو حساب ته ولاړې شی. مونږ باید هغې ته و وایو چې که وغواړۍ چې کورنی امنیت
(Homeland Security) تامین شی هغه خپلهولکه کې واخله. د حل لاره دا نه ده چې مونږ د زورورو په توګه په نورو زور و چلوو

Permanent link to this article: http://my.azmoone-melli.com/go/4943