Wednesday 18th of October 2017   

«

»

Azmoone Melli

Print this نوشته

د سولی ملی جبهه پیام

Schenwari-1-150x150

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

د سولی ملی جبهه

لومړی د جبهی اړتیا:

زمونږ په هیواد کی د سیاسی پوځی پیښواوسنی مسیر د افغانستان خلک د پیچلی او نامعلومی راتلونکی سره مخ کړی.

سره ددی چی د روان بحران د پای لپاره عملی لاره نه تر سترګو کیږی داسی نوی پیښی د ظهور په حال کی دی چی دافغانستان جغرافیوی وجود او ملی یووالی ته نوی ګواښونه او نوی خطرونه پیدا کوی.

د پرون او نن په رڼا کی د هیواد سباون ته په پام دا جګړه او را روان خطرونه تر هغی پوری پای نه مومی تر څو چی پخپله افغانان د خپل وطن په سیاسی برخلیک کی د ټاکونکی ونډی درلودونکی نه وی .

ستونزه دا نه ده چی څوک یا کومه ډله د قدرت په ګدۍ کیښنول شی مشکیل د سولی نشتوالی دی، خلک سوله غواړی سوله د نن ورځی ملی مبرم ضرورت دی په سوله پوری د افغانستان شتون او د افغانانو ژوند تړلی.

پرلپسی تجربو دا وښودله چی سوله د ټوپک ثروت پرمعیار د سیاسی قدرت پر ویش نه شی راتللی.

د قدرت د قبضه کولو، ساتلو او انحصار ولو ملی ضد سیاستونو خو د افغانستان په بیه هم افغانستان ته سوله را نه وړله. داچی مونږ وایو ددی هیواد اصلی یا رښتنی خاوندان دا ولس او د اخلک دی نو سوله بیا د خلکو په اراده ، ونډه ، بیداری، هوښیاری ، انسجام او یووالی پوری اړه لری ملی یووالی په جنګونو او منصبونو لاس ته نه راځی.

د ملی پیوستون لپاره ملی هدفونه ، ملی شعارونه، ملی سیاستونه، ملی فکرونه، ملی عملونه او ملی شخصیتونه ضروری دی.

زمونږ ملت د وحدت خپلواکی او سولی په خاطر ټول هغه څه قربانی کړه چی ورسره ؤ. مګر په بدل کی راته بحرانونه جنګونه او داسی حکومتونه راکړل شول چی د بحران په پیل کی واکداره او پای کی بیواکه دی نور نو د دسیسو او جګړو د راکړل شوی بدل په مقابل کی هغه بدیل ته اړتیا ده چی سوله راولی.

سوله زمونږ د خلکو ژوند او د ژوند لپاره مبارزه زمونږ د خلکو حق دی همدغه ستر ارمان ته د رسیدو په هیله دافغانستان دازادی ملی یووالی حرکت، د خپلواک افغانستان ملی حرکت، دافغانی سیاسی حلقو غړی، دینی، مسلکی شخصیتونه او دټولنیزو قشرونو مشران دملی سراسری جبهی د پلاتفورم د بشپړیدو لپاره دغه پیشنهادی طرحه افغان ولس او د نظر خاوندانو ته د سمون او ګډون لپاره وړاندی کوی.

جبهه د افغانستان روان مسیر ګام په ګام څاری په اوسنیو حالاتو کی د اففانی ټولنی د ټولو پرګنو او د بحران د شاملو اړخونو له مناسبواستازو سره د یوه جبهه ایز پلاتفورم لاندی په پراخه یووالی او د یو واحد مشروع مرکزیت په جوړیدو کار کوی تر څو هغه سوله ایز چاپریال مینځ ته راشی چی د بحران د پای او د سولی د پیل لپاره د موقتی انتقالی اداری د ملی اړتیا د پوره کولو وړتیا ورسره وی.

مګر د اضطراری حالاتو د پیښدو په صورت کی به د جبهی مرکزی شورا د وخت د تقاضا سره سم داسی تصمیم نیسی چی دملی غوښتنو، جبهه ایزه اهدافو او سمدستی انتقالی اداری دجوړښت سره اړخ ولګوی.

دوهم د جبهی جوړښت

جبهه د افغانی ټولنی د هراړخیز تحلیل، عینی واقیعتونو او ملی غوښتونو پر اساس مینځ ته راغلی ددی په جوړښت کی ټول سوله پلوی قوتونه ونډه لری.

د سولی ملی جبهه د وطن پروړاندی د ملی او سیاسی زمه واریو د سرته رسولو لپاره د شریکو هڅو افغانی مرکز دی. چی په جبهه ایزو معیارونو د ټولنو، حلقو، سازمانونو او شخصیتونو تر مینځ پیوستون غواړی.

ملی یووالی زمونږ داوسنی وخت اړتیا ده د افغاستان خلک هغه وخت ددی اړتیا د پوره کولو وړتیا تر لاسه کولی شی چی په یوه ملی پلاتفورم سره هغه مصنوعی مفکوره وی دیوالونه ونړوی کوم چی د پردیو د مداخلو ، جګړو او خپل مینځی تضادونو د پیدایښت لپاره د تیری شوی زمانی میراث بلل کیږی.

زمونږ د هیواد روانه ستونزه په قومی ، مذهبی، عنعنوی او کلتوری جوړښتونو ځکه نه حل کیږی چی داخلی ، سیمه ایز او جهانی اړخونه یی د یادو حلقو د فکری او عملی قوت څخه ډیر پیاوړی او پراخه دی.

د تاریخ، تجربی او ټولنیز جوړښت پر بنسټ اسلامیت او افغانیت د هرڅه په انډول هغه پراخه پرانیستل شوی غیږه ده چی د ډیرو نه ډیر افغانان په کی د ملی ارمان لپاره هڅی کولی شی.

پر همدی اصل جبهه د هغو افغانانو متشکل ملی مرکزیت دی چی په بیله بیله کچه یی حقونه غصب شوی او په ډول ډول فکرونو د هغو تر لاسه کولو ته مبازره کوی.

مفکوره وی او تشکیلاتی استقلال د یوه جبهه ایز اصل په توګه د درناوی وړ دی خو تر هغی چی د جبهی اصول او تشکیلات یی وزغملی شی.

له همدی امله په جبهه کی ټول شامل اړخونه اړین دی چی په خپلو فکری او عملی تګ لارو کی د جبهی ملی اهداف پر قومی ، ګوندی ،او مذهبی اهدافو مقدم وګڼی.

هره ټولنه او فرد چی د جبهی د غوره شوو هدفونو لپاره مسولانه هلی ځلی کوی د جبهی غړی بلل کیږی خو پرته له هغو چی د وطن د استقلال معاملګر او د خپلو خلکو د سر او مال پوره وړی وی.

دریم د جبهی هدفونه

د افغانستان د استقلال ، ملی وحدت او ملی واکمنی د تثبیت او د ساتنی پر بنسټ په او سنی پړاو کی جبهه د لاندی اهدافو لپاره مبارزه کوی:

۱ـ عادلانه سوله

۲ـ ملی یووالی

۳ـ داسلام د سپیڅلی دین او د ملت دارادی پر بنیاد د سیاسی نظام جوړښت

۴ـ ټولنیز عدالت

۵ـ متوازن هر اړخیز پرمختګ

۶ـ پر خپلو خلکو او خاوره د خپل ولس غور شوی حاکمیت

۷ـ د واحداو متحد هیواد څخه شریکه دفاع

۸ـ دافغانستان په سیاسی، اجتماعی او فرهنګی ژوندانه کی دټولنی ټولو خلکو ته د رښتینی او عادالانه برخبی د اخیستلو شرایت برابره ول

۹ـ د هر ډول ترهګرۍ او استبدادپر ضد غوڅه مبارزه

۱۰ـ د افغانی ټولنی د ټولو اقشارو د حقه حقوقو ساتنه

۱۱ـ د ملګرو ملتو د منشور سره یوځای د منل شوو قوانینو درناوی

سمدستی یا بیړنی هدف

د سولی ملی جبهه په داسی حالاتو کی جوړه شوی چی له یوی خوا جنګونه او له بله پلوه انتخاباتی هلی ځلی روانی دی.

داشونی ښکاری چی نا امنه وضعه او بی باوره انتخابات روان بحران ته دومره ژورتیا او پراختیا ورکړی چی افغانستان په ځانګړو حالاتو کی واقع شی. پدغه ډول شرایطو کی به د جبهی مرکزی شورا د وخت د اړتیا سره سم فوق العاده غونډه را غواړی تر څود ولس له استازو او په کشاله کی د شامله خواو سره د مشوری په اساس د موقتی انتقالی اداری جوړه ولو ته اقدام وکړی.

د اړوندی اداری په جوړښت او کاری شخصیتونو کی به پخوانیو تیروتنو او نننیو واقیعتونو ته ژوره پاملرنه کیږی. هغه پوه په خدای (ج) ، وطن میین ، تجربه کار، بی پری افغانان او تکنوکراتان به یی بنسټیزی ستنی وی چی د خپل ملت پر وړاندی پړه یا ګرم نه وی پیژندل شوی. د موقتی اداری کاری موده او دندی د نوموړی شورا له خوا تثبیتیږی چی تر ټولو اساسی وظیفه یی ریښتینو عادلانه اتنخاباتو ته شرایط برابره ول او په معلومه موده کی واک اختیار د افغانستان د خلکو انتخابی حکومت ته سپارل دی.

څلورم اهدافو ته د رسیدو لاری او اصول

۱ـ پورتنیو مرحلوی اهدافو ته د رسیدو لپاره پر ملی غوښتنو او اجتماعی واقیعتونو د متکی جبهی جوړیدل د ګډ ملی کار شروع ده.

۲ـ د نظر د خاوندانو سره د مشوری نه وروسته د جبهی لومړنی پیشنهادی طرحه برابره شوی د عملی هلو ځلو په درشل کی بشپړیږی.

۳ـ هره ډله او تن چی د جبهی سره پیوستون اعلانه وی جوړیدونکی وړاندیزونه یی د کاری پروګرام یوه برخه ګرځی.

۴ـ جبهه د یوی موقتی شورا له خوا اداره کیږی د کارونو د پراختیا په درشل کی شورا هم پراختیا مومی

۵ـ د جبهی ټولی تشکیلاتی څانګی د مرکزی شورا تر مشرتوب لاندی دندی سر ته رسوی.

۶ـ د جبهی د ارتباطی څانګو، غړو او پوهو افغانانو څخه د دعوت کمیټه جوړیږی.

۷ـ د دعوت د کمیسون یوه اساسی دنده د ستری افغانی شورا یا غونډی د غړو تثبیت په افغاستان او یا په مناسب ځای کی د هغی جوړیدل دی.

۸ـ دا غونډه به د ترکیب په لحاظ د سراسری سولی ملی مهمو غوښتنو ، ورځنیو واقعیتونو او ټولنیزو جوړښتونو هغه مشروع مرکزیت وی چی د امکان تر حده پوری به د ملت استازیتوب کوی.

۹ـ د غونډی ګڼ برخه وال په جبهه کی د شاملو خواو له مینځ څخه غوره کیږی مګر د افغانی ټولنی د هر قشر، ټولنیزو جوړښتونو، مسلکی حلقو ، مدنی ټولنو. دینی عالمانو، قومی مشرانو، تکنو کراتانو ، مهاجرینو، ځوانانو خویندو میندو مذهبی اقیلتونو ،صنفی اتحادیو ملی پانګوالو او هغو افغانی پرګنو استازی به یی هم برخه وال وی چی د سولی ، ملی یووالی او جبهه ایزی تګ لاری سره یو شان یا ورته کړنلاره ولری.

۱۰ـ د عمومی شورا یا ستری غونډی لومړنی وظیفه د جبهه ایز پلاتفورم بشپړه ول او د موقتی انتقالی ادرای د جوړښت لپاره د ځانګړو کارونو شروع کول دی.

۱۱ـ د انتقالی اداری دجوړښت او بریالیتوب په خاطر د ټولو ادرای مسلکی افغانانو خصوصا وطنپالو منصبدارانو، پولیسو، امنیتی کارکونکو، حقوقی ماهیرینو او سیاسی اجتماعی شخصیتونو سره ګډ کار ته مناسب پلان جوړه ول د نوموړی غونډی د کاری پروګرام مهمه برخه ده

۱۲ـ د معضلی ددواړو لورو سره مخامخ خبری او د هغو د رغنده وړاندیزونو په درشل کی د سوله ایزچاپریال مینځ ته راوړل د غونډی ستر هدف دی.

۱۳ـ د افغاستان په کشاله کی د ګاونډیو ملکونو، امریکا ، اسلامی هیوادونو اروپایی اتحادی او ملګرو ملتو نقش ته په پام هڅه کیږی چی دا ټول اړخونه د افغانستان په سوله او بیا ابادی کی فعالی ونډی ته راوبلل شی.

پنځم د جبهی داخلی او خارجی سیاست

۱ـ د جبهی داخلی سیاست د افغاستان پرغوښتنو او واقیعتونو متکی دی مونږ په خپله ټوله وسه پخپل هیوادکی د عادلانه سولی لپاره هلی ځلی کوو. جبهه د افغاستان دخاوری د هری لویشتی او هر افغان پر وړاندی ملی زمه واری لری.

خو په هیڅ سیاسی ګوند، قوم، ژبی ، مذهب او دولت پوری نه ده تړلی موږ د خپل ملت د غصب کړای شوو حقونو د تر لاسه کولو لپاره سوله ایزه مبارزه کوو هر افغان ته د وروری لاس ورکوو او له هر چا نه غواړو چی یو بل وزغمی او یو بل ومنی.

۲ـ د –جبهی خارجی سیاست

جبهه د واحدمتحد مستقل، او سرلوړی اففانستان ملی او تاریخی دریځ ته په پام د هر هیواد استقلال ملی ګټو دین او منل شوو حقوقو ته په درناوی له ټولو څخه د متقابل احترام او په سوله کی د ګډ ژوند د شریکو اصلونو درناوی غواړی.

مونږ د یوه جګړه ځپلی هیواد په توګه د خپلو ګاونډیانو اونړیوالی ټولنی څخه د سولی په مینځ ته راتګ او بیا ابادی کی د داسی مرستی غوښتونکی یو چی هغو کی د افغانستان د استقلال ، ملی یووالی، دین اوملی ارزښتونو درنښت ته جدی پاملرنه شوی وی.

شپږم تشکیلات

د عمومی غونډی یا سراسری افغانی شورا د جوړیدو تر وخته د جبهی ټول تشکیلات موقتی بڼه لری او دالاندی څانګی بیړنی فعالیتونه پر مخ وړی.

۱ـ موقته شورا

۲ـ کاری کمیټه

۳ـ د دعوت کمیټه

۴ـ خارجی روابطو کمیټه

۵ـ مالی ځانکه

۶ـ فرهنګی کمیسون

۷ـ اداری څانګه

۸ـ د خویندو میندو کمیټه

۹ـ د ځوانانو کمیسون

یادونه د هری کمیټی دندی د همهغی څانګی د مسلکی کسانو په وسیله تثبیت او پرمخ وړل کیږی.

 

ومن االله التوفیق

 

 

 

Permanent link to this article: http://my.azmoone-melli.com/go/4853