Friday 17th of August 2018   

«

»

Azmoone Melli

Print this نوشته

د قلم تر شا ملی ـ مسلکی او ادبی امانتونه

 

Schenwari-1-150x150

د قلم تر شا ملی ـ مسلکی او ادبی امانتونه

زرغون شاه شینواری

د خپل وطن ځوان نسل او ذمه وارو لیکوالو ته!

حمزه بابا مشر میلمه وه. د پیښور په نشتر هال کښې ستره ادبی غونډه روانه وه. ارواښاد استاد محمد صدیق پسرلی د مرحوم امیر حمزه خان شینواری نه وپوښتل:

بابا خلک وایی ستاسو په غزل کښې طبیعی ورته والی (تشبیه) بی جوړی، خوږه او ډیره ده. خدای بخښلی حمزه بابا ورته داسې ځواب ورکړ: تاسو هم همداسی یاستۍ. مثلا د لواړګی او تیرا خلک ځکه کورونه د کاڼو څخه جوړوی چې هلته خاوره کمه ده. دا خبره تر یو بریده وشاربل شوه.

ډاکتر، انجینر، خټګر، ښوونکې، شاعر او لیکوال چې څه جوړوی همهغه مواد پکښې کاروی چې ورسره موجود وی.

که چیرې دا شیان پاخه، زیات او چاڼ او زیات لګښت پرې و شی نو ودانۍ ښایسته او ور سره تړلې اړتیاوی یې پوره وی او مواد چې ناکاره او لږ وی د تصور انځور په عمل کښې نیمګړی راځی.

د حمزه بابا دا خبرې ادبی وې مګر د ژوند په هره برخه کښې خورا پخی او کاریدونکې دی.

دا که ښه وی او یا بده خو زمونږ نن د پرون غوندې نه دی. ژوند په څټ او مخ دواړو ځی او طبیعی لاره یې پرمختګ او غیر طبیعی پر شا تګ دی. مرګی د دغه تضاد وروستی پوله ده. د پرمختګ او شا تګ دواړو سره نوې نوې مفکورې را پیدا کیږی.

د زړو مفکورو سره مخالفت تر یوه بریده د تجربو او د نوو سره موافقه یا یې پر وړاندی دریدل د چاپیریال په پیژندنه او معلوماتو د اندازې سره تړاو لری. که څوک خپل پرون له یاده وباسی، دې پوښتنې ته سم ځواب نه شی ویلای چې دا نن ښه دی یا بد.

په همدی توګه که مونږ د نن په ریښه (سټه) کښې د شتو واقیعتونو څخه سترګی پټې کړو او یا یې په پټو سترګو د تجربې په بڼه ومنو نو دوه ستونځې را منځته کیږی.

لومړی مو د تاریخ د بهیر او د سیند د څپو مخالفه لاره نیولې ده.

دوهم په هغه پیښه کښې مو خپل نقش نفی کړی چې په خپله پر مونږ اغیزه لری یعنی خپل تقدیر مو بل ته سپارلی دی.

خبرې او لیکنی د انسانی شخصیت داسی تابلو ده چې خلک پکښې د ویناوال هماغه څه ګوری چې لوستونکې او لیکونکې یې نه وینی. مونږ هر یو چې څه لیکو د ځان په حواله یې لیکو او ځانونه طبیعتا افغانستان پوری تړلی ګڼو. افغانستان د سیاسی، پوځی، اقتصادی او ټولنیزې وضعې له پلوه دومره د زورې اندیښنې وړ حالت کښې اچول شوی چې تصور یط ډیر ګران دی او هغوی یې چې د وطن په توګه سم ګوری نور له ډیره درده ورته د کتلو توان نه لری.

خبره د ا‌ئتلافونو د جوړ والی نا جوړوالی، د مخالفانو د بری او ماتې، د سنی، شعیه، پښتون، تاجک، هزاره ازبک د کچی نه ډیره وراوښتې او لوړه ده. د ( نیمګړی اقتدار په خاطر بشپړه معامله) د دی پرضد یا د وطن د نجات لپاره مبارزه ملی اصلی لاره او د دی لارې پر خلاف د یوې او بلی مورچې څخه په قلم او ټوپک په پټو سترګو جنګیدل بدله طریقه ده.

زمونږ یو شمیر شریف هیوادوال چې د پوره کره کتنی او د وخت د نشتوالی له امله د کنډو کپر جملو نه لیکونه، شعرونه او خیالی انځورونه جوړوی دا د هغوی حق ‌دی، ځکه هر انسان د خپل توان په اندازه پړ وی، خو د حالاتو د حساسیت له مخې ښه کار دا دی چې تریوه وخته د احساساتو او تعصب پرځای حساسیتونوته مخه کړی او له عادتی پوهی نه زیږیدلی ناغیړه شیان په اسلام، افغانستان، سیاست، طالبانو، ګوندونو، سازمانونو او قومونو پورې و نه تړل شی، ځکه چې مسئله بیا فلسفی او ایدیالوژیکه بڼه اختیاروی. د دغه شان خبرو راسپړل د یوې خوا څخه ژوره پوهه غواړی او له بله پلوه د فرهنګی مبارزې جهت انحراف ته کش کوی او تر ټولو مهمه دا ده چې زمونږ اوسنی هیواد دومره ټپونه، دردونه او غمونه لیدلی او لری یې چې که له همدو څخه نجات ور کړی شو دا به ستر کمال وی.

د سیاست کاروان دې ته ډب نه دی ولاړ چې مشکل څه دی؟ چا را پیدا کړی او څنګه را پیدا شو؟

پوښتنه دا ده چې د ټولنی (۹۸) سلنه استوګن که مسلمانان او یا هندوان دی؛ ژوبل، دردیدلی او ژړیدلی دی. د دغه حالت څخه د را وتلو او خلاصون لپاره ملی عملی او علمی لاره کومه ده؟ تر څو چې خپله ټولنه په هم هاغه خپله اصلی بڼه و نه پیژنو لکه څنګه چې ده او په هغې کښې خپل ځان تشخیص نه شی، دوستان معلوم نه شی او د سیاست د هر پړاو ملګری او مخالفان په نخښه نه شی؛ احساساتی او بې بنسټه سلوک همداسې دی لکه د خلکو په منځ کښې د بم یا ځان وژونکې الوزونه.

د وخت او زمانی له مناسباتو سره اړوند سالم تحلیل او پوهه د مبارزې د تیورۍ جوهر دی. سیاست د جایداد، تجارت، ‌ژبی، قوم او کلتور په څیر د چا شخصی مال نه دی چې په خپله خیالی لاره یې برابر او خپله خوښه تر کار واخلی. سیاست په خپل هیواد کښې د اساسی تضادونو څخه د فرعی تضادونو بیلول، د هغو د عواملو په ګوته کول او تثبتول او د هریوه سره په خپل وخت داسې مناسب او وړ سلوک اختیارول دی چې ټکر او حل یې د ملی ګټو پر محور وڅرخی.

د دی زمانی یو هوښیار انسان نه شی کولای چې د خپل خیال په نړی کښې د ځان نه ګرد چاپیره اوسپنیزه کلا را تاو کړی. د مرمرینو قصرونو د طلایی برجونو څخه د اسمان ستوری په نخښه او ګذار پرې وکړی او ځان د هغی جګړی فاتح وګڼی چې په ثواب او عذاب کښې یې بی برخې و. د اوس وخت سیاست په مسلطو اجتماعی واقیعتونو او شریکو ګټو ولاړ دی او هر هغه څوک چې دا پیژندلی، تشریح کولی او رهبری کولای شی نو هغه ځکه حکومت، اکثریت او شخصیت دی چې حوادث په ځان پسې را کاږی.

تا ویلی ما ویلی، یو بل ته ښکنځل، غیبتونه او صفتونه، بد او رد ویل، مرګونه او ژړاګانې، هنګامې، دا یو هم حوادث نه دی، بلکه دا د اصلی او غټو حوادثو پیداوار یا انعکاس دی. پدی زمانه کښې د هوښیار، سیاسی، وطنپال او ذمه وار انسان لومړنی ملی او انسانی دنده داده چې د پوهې په وسیله اغیزمن عمل تر سره کړی؛ داسی عمل چې د تاریخ مسیر بدل کړی شی او په پایله کښې بی اختیاره ټولنه او انسان د اختیار خاوندان شی.

 

Permanent link to this article: http://my.azmoone-melli.com/go/4747