Thursday 13th of December 2018   

«

»

Azmoone Melli

Print this نوشته

حفیظ الله امین څنګه ووژل شو؟

015877181_30300-660x330 181161556-600x330 ببرک ۲حفیظ الله امین څنګه ووژل شو؟

لیکوال پیټرهارکلیرود

د امین د واکمنۍ له دوام نه د شوروی اتحاد اندېښنه زیاتیدله، امین د روسانو دې غوښتنې ته هیڅ پام نه کاوه چې له خپلو مخالفینو (خلق او پرچم) سره واک شریک کړی. اوس په څو جبهو کې له امین سره مخالفت روان ؤ، په ۱۹۷۹ز فبروری کې د پښتنو مخالفو تاجکانو چې له ستم ملی ډلې سره تړلی وو، د امریکا سفیر اډولف ډابس وتښتاوه او د خوشی کولو په بدل کې یې د خپل مشر، بهرالدین باعث د خوشی کیدو غوښتنه وکړه، افغان حکومت له برمته کوونکیو سره له خبرو انکار وکړ او هغه هوټل ته یې پولیس واستول چې دوی سفیر پکې برمته کړی او ساتلی ؤ، د پولیسو په برید کې سفیر او تښتوونکی دواړه ووژل شول.

د ډابس له وژل کیدو وروسته امین وویل چې ستم ملی له پرچم ډلې سره نږدې اړیکې لری او دوی له کا جی بی سره هم اړیکې لری، د دې سفیر د تښتولو موخه له امریکا سره د حکومت د اړیکو خرابول وو، پر ۱۹۸۰ز کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه راپور کې ویل شوی چې له پولیسو سره څلور تنه روسی سلاکاران هم وو، چې له هغو څخه درې تنه په هغو عملیاتو کې شریک وو چې پر هوټل یې چاپه ووهله، له دوی څخه یو تن د ودانۍ په شاوخوا کې له هغو پولیسو سره ؤ چې د ده په لارښونه او قومانده ډزې پیل شوې.

په مارچ کې د افغانستان په لویدیز ښار هرات کې، د حکومتی پوځیانو او یاغیانو ترمنځ جګړه ونښته، دغه مهال اوولسمه فرقه هم له حکومته واوښته او له پاڅون والو سره ملګرې شوه، له دوو اونیو جګړې وروسته حکومت پردې وتوانید چې پاڅون غلی کړی، په دې موده کې درې زره تنه ووژل شول. په هغوی کې ۹۰تنه روسی سلاکاران او د هغوی د کورنیو غړی هم وو چې په کورونو کې یې ووژل شول. وروسته معلومه شوه چې د پاڅون کوونکیو مشرانو ته، وسلې او پوځی روزنه د آیت الله خمینی حکومت ورکړی وو چې یوه میاشت وړاندې یې د ایران واکمنی ترلاسه کړې وه، پردې سربېره ځایی اوسیدونکی چې ډېری یې شیعه مذهبه دی،له پاڅون سره ملګری شول.(دلته د ایران مخالفې روحیې تر اغیز لاندې مبالغه شوې ده. د هرات فرقې د پاڅون مشران جګړن علاوالدین او تورن اسماعیل خان وو، او په دغه ولایت کې ډېری اوسیدونکی سنیان دی. ژباړن)

تر دې وروسته د جون پر ۲۳مه په کابل کې افغان پوځیانو پاڅون وکړ، او د اګسټ پر ۶مه یو بل پاڅون وشو چې یوه افغان یونټ د کابل د بالاحصار د نیولو هڅه وکړه.

دغه مهال، امین او تره کی شوروی مشرانو ته وویل چې د یو پر بل پسې پاڅونونو د راقابو کولو لپاره پوځ ور واستوی. شوروی اتحاد له دې غوښتنې منلو ډډه وکړه، خو د پوځی وسایلو او ګنشپ څرخیو د ورکولو په بڼه یې مرسته ورسره وکړه چې په یوه میاشت کې افغانستان ته ورسیده.

د وضعې له خرابیدو سره له پاڅون کوونکیو سره سعودی عرب، مصر، متحده عربی اماراتو او چین هم مرستې پیل کړې چې له دې سره هغوی ډېر پیاوړی شول، شوروی اتحاد له دې وضعې څخه ډېر اندېښمن شو، امین ته یې وړاندیز وکړ چې له ببرک کارمل سره ګډ حکومت جوړ کړی چې اوس په پراګ کې اوسیده او هلته یې سیاسی پناه اخیستی وه. امین پردې ناراضه شو او وړاندیز یې هم ونه مانه، هغه له تره کی سره هم په جنجال کې لویدلی ؤ چې اسلم وطنجار یې د دفاع وزیر او یو بل خلقی شیرجان مزدوریار یې د کورنیو چارو وزیر ټاکلی ؤ، پردې سربېره تره کی د امین وراره اسدالله امین د خاد(پټو استخباراتو ادارې) له مشرتابه څخه لرې کړ او یو بل خلقی یې د اسدالله سروری په نامه د هغه رئیس وټاکه، چې امین دې کار نور هم وپارولو.

شوروی اتحاد یو بدیل پلان جوړ کړ، چې تره کی ولسمشر شی، ببرک کارمل صدراعظم او امین د سفیر په توګه کوم بهرنی هیواد ته واستوی، د ۱۹۷۹ز په سپتمبر کې مسکو ته د سفر په بهیر کې تره کی پردې پلان راضی شو، خو هغه یو بل پلان افشا نه کړ چې ده پرې کار کاوه، هغه دا چې له مسکو نه تر ستنیدو وروسته چې امین د ده هر کلی ته هوایی ډګر ته راځی، نو په لاره کې به وژل کیږی، خو له مسکو نه د تره کی تر روانیدو لږ وړاندې یوه مخبر دغه خبر کا جی بی ته ورساوه چې بیا روسانو د خپلمنځی لانجې له لامله د افغانستان د حکومت د کمزوری کیدو له ویرې تره کی له دې پلان عملی کولو څخه را ایسار کړ.

تر دې وروسته د تره کی او امین ترمنځ اړیکی نور هم خراب شول، هر لوری له بل څخه د استعفا غوښتنه کوله، په دې موده کې د سپتمبر پر ۱۴مه اسدالله سروری د امین د وژلو پلان جوړ کړ خو ناکام شو، امین په ځوابی اقداماتو لاس پورې کړ، واک یې ترلاسه کړ او خپل ټول رقیبان یې له دندو برطرف کړل، خو د هغوی د نیولو هڅه ناکامه شوه، ځکه ټولو پخوا د کاجی بی د یوه مامور په کور کې پناه واخیستله.

د اکتوبر پر لسمه کابل رادیو اعلان وکړ چې تره کی له سختې ناروغۍ وروسته مړ شو، خو شوروی اتحاد ته وروسته دا معلومه شوه چې هغه د سپتمبر پر ۱۷مه د امین درې تنو ملګریو وواژه. پردې مسکو خواشینی شو او دا بدګومانۍ ورسره پیدا شوې چې امین به د مرستې لپاره له امریکا سره ملګری شی. وطنجار، سروری، مزدوریار او د خلق ګوند یو وتلی غړی سید محمد ګلابزوی چې د کا جی بی د غړی په کور کې پټ وو، دوی له امریکا سره د امین د مخ پر زیاتیدونکیو اړیکو په اړه معلومات راټولول.

دغه بدګومانۍ ببرک کارمل او د هغه شپږو نورو ملګریو هم تائید کړې چې اوس په مسکو کې راټول شوی وو.

دوی ډېر په ټینګار شوروی مشرانو ته ویل چې امین لویدیزوالو ته مخ اړولی دی. ظاهراً دا هماغه مهال ؤ چې په دارلامان ماڼۍ کې د کاجی بی مامور طالبوف ته د امین د وژلو ماموریت ورکړ شو، خو هغه په دې کې ناکام شو.

د شوروی اتحاد په واکمنو کې ځینې په افغانستان کې د پوځی مداخلې سخت مخالف وو، او ځینې یې پلویان. د پلویانو په ډله کې ولسمشر بریژنف، د دفاع وزیر دیمتری استینوف، او د کا جی بی د بهرنۍ څانګې مشر وکتور خرچکوف شامل وو، په مخالفینو کې بیا صدارعظم الکسی کاسیګین، د بهرنیو چارو وزیر اندری ګرومیکو، او د کا جی بی مشر اندرپوف شامل وو.

شوروی اتحاد پر ډېرو مسایلو اندېښنه درلوده، یوه اندېښنه یې دا وه چې امین امریکا ته د استخباراتو د مانیتور د برېښنایی مرکز د جوړولو اجازه ورکولای شی، تر څو د ایران د اسلامی انقلاب له بری سره په هغه هیواد کې د له منځه تللیو دوو مرکزونو جبران وکړی.

دغه مرکز به د شوروی اتحاد د مخابراتی او رادیویی خپرونو او د بیکو نور د توغندیو او د فاعی خلایی نظام د څپو جاسوسی کوی.

د بیکونور خلایی مرکز د قزاقستان په جنوبی منځنۍ سیمه کې د سیردریا پر غاړه دی، یو امکان دا ؤ چې په تهران کې د امریکا د سفارتخانې د نیولو او د دپلوماتانو د یرغمل کولو له پېښې وروسته امریکا نیغ په نیغه پر ایران برید وکړی.

د دفاع وزارت او دشوروی اتحاد د جنرالانو کومیټې، زیات مشران منصبداران پردې مساله سره ویشل شوی وو. په سختو مخالفینو کې د پلیو قواو قوماندان مارشال نیکولای اورګاکوف، د هغه لومړی مرستیال مارشال سرګی اخرو می یوف، او د ضربتی قواو قوماندان جنرال ویلنټن ویر بنکوف شامل وو، یو څو نور د محدود شمېر پوځ استولو پلویان وو، چې په کابل او ځینو نورو ښارونو کې وی او په جګړه کې برخه وانخلی.

۱۹۷۹ز کال مخ پر پایته رسیدو ؤ، وضعه د امریکا او شوروی د اړیکو له خرابوالی سره نوره هم خرابه شوه، که څه هم د دواړو هیوادونو ترمنځ د جون پر ۱۸مه د دوهم سالټ تړون په ویانا کې لاسلیک شوی ؤ چې یو هیواد به هم له (۲۴۰۰) اتومی وسلو څخه زیاتې نشی ساتلای. پردې تړون بریژنف او جیمی کارتر لاسلیکونه کړی وو.

خو دغه تأثر چې (دیتانت) ختمیږی، هغه مهال زور واخیست چې کله د امریکا د سنا د وسلوال پوځ کومیټې د نومبر پر ۳۰مه دوهم سالټ تړون رد کړ. پردې سربېره امریکا دا پریکړه کړې وه چې، منځنی واټن ویشتونکی بالستیک توغندی په اروپا کې نصب کړی، د دسمبر پر ۱۲مه، ماښام مهال د شوروی اتحاد سیاسی بیرو غونډه وکړه چې په دې کې یې افغانستان ته د پوځونو ننه ایستلو پرېکړه وکړه، دوې اونۍ وروسته یې یرغل وکړ.

لکه چې یوه ژورنالیست جان کې کولی په خپل اثر (سپیڅلې جګړه… افغان، امریکا او نړیوال تروریزم) کې لیکی:

–           شپږ میاشتې وړاندې د جولای پر ۳مه د امریکا ولسمشر کارتر د افغانستان د مجاهدینو له غورځنګ سره د سی آی اې په واسطه په پټه د مرستې ورکولو پرېکړه کړې وه.

د دې پرېکړې تر ټولو لوی ملاتړی د امریکا د ملی امنیت سلاکار زیبګو بریژنسکی ؤ، هغه فکر کاوه چې شوروی اتحاد په یوه اوږده جګړه کې را ښکیل کړی چې له همدې لامله به له منځه لاړ شی، او دا د سړې جګړې د پایته رسولو یو فرصت دی، څو کاله وروسته هغه ولیکل چې پټ عملیات ډېر ښه پلان ؤ، د دې موخه دا وه چې روس د افغانانو په دام کې ونښلوی.

ژورنالیست سلیګ هریسن (پر افغانستان د شوروی یرغل، د پردې تر شا حقایق) نومی اثر کې چې له ډیګو کوردوویز سره په شریکه لیکل شوی، لیکلی چې: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سایرس وانس که څه هم د بریژینسکی د پالیسۍ مخالفت ونه کړ، خو هغه پردې توندې نیوکې درلودې، هغه پردې پوهیده چې پر افغانستان د شوروی د پوځ د یرغل لومړی ورځې دی، باید د دوی د بیرته وتلو لپاره خبرې اترې پیل شی.

د هغه وړاندیز دا ؤ چې دواړه هیوادونه دې دا تړون لاسلیک کړی چې نه به ایران یا پاکستان ته پوځ استوی نه به پوځی اډې جوړوی. له دې سره به په جنوبی آسیا کې د روسانو اندېښنې ختمې شی او له افغانستان څخه د وتلو یوه زمینه به ورته برابره شی.

د فبروری په پیل کې د ولسمشر کارتر په تائید، هغه د روس د بهرنیو چارو وزیر اندری ګرومیکو ته یو لیک واستاوه. په هغو کې یې د هغو اصولو پر بنسټ د خبرو اترو وړاندیز کړی ؤ چې که له دواړو لوریو له زغم کار واخیستل شی او د سیمې د هیوادونو خپلواکۍ او سلامتۍ ته درناوی وشی، نو زموږ ګټې به د ټکر او جنجال سبب نشی، د ګرومیکو ځواب مثبت ؤ، وانس له کارتر نه د خبرو اترو د انتظام منظوری وغوښته، بریژنسکی په کلکه د دې مخالفت وکړ او کارتر یې ورسره همنظره کړ، ځکه خو یې وانس ته وویل چې نور په دې برخه کې وړاندې مه ځه.

د سی آی اې په جګپوړیو چارواکیو کې هم سختې اندېښنې وې، په دوی کې د مرکزی استخباراتو (ډی سی آی) مشر ایډ مرل سټانس فیلډ ترنر هم شامل ؤ. ټرنر پردې خبره ډېر بحثونه وکړل چې آیا امریکا ته دا جایز دی چې د خپلو جغرافیایی سیاسی ګټو لپاره د نورو خلکو له ژونده کار واخلی؟

هغه پردې هم اندېښنه درلوده چې د سی آی اې لخوا چمتو شوې وسله به شوروی د پوځونو پر خلاف و کارول شی، او پردې یې هم نیوکه وه چې آیا تر وروستی افغانه به جګړه دوام کوی؟

خو بیا یې خپل ضمیر ویده کړ او د مرستو منظوری یې ورکړه!

Permanent link to this article: http://my.azmoone-melli.com/go/4710