Tuesday 16th of October 2018   

«

»

Print this نوشته

د روژې نهه ویشتمه تحفه ، د الله سره خبری

quran-1-150x150 6750

لیکوال : نثار احمد صمد

د روژې نهه ویشتمه تحفه

عزتمنو دوستانو ، ښایی لیله القدر شپه همدا نن وی ( خو الله بهتر پوهیږی ) . د قرآن د القدر سورت درېیم آیت فرمایی چی د قدر شپه تر یو زر میاشتو هم بهتره ده . مطلب دا چی په دغه شپه عبادت او نیکی داسی وی لکه پوره یو زر میاشتی ( یا ۸۳ کاله ، یا دیرش زره شپې ) چی یې عبادت او نیکۍ کړی وی . آیا د یو انسان ټول عمر به ۸۳ کالو ته ورسیږی ؟ څوک یې تضمین کولای سی ؟ آیا په دې حساب د دغه یوې شپې واقعی عبادت د انسان د ټول عمر د عبادت په اندازه نه دی ؟ نو راځیً چی دا آخری موقع او آخری شپه ضایع نکړو : ډیر عبادت ، الهی ذکر ، تهلیل ، تسبیحات ، استغفار ، دعا او نیکۍ وکړو او باالاخره رښتیانۍ توبه وکړو . په همدې هیله د روژې نهه ویشتمه تحفه قبوله کړﺉ ، خو د فېسبوک والو څخه هیله ده چی د کومی برخی د اقتباس په صورت کی د لیکوال اجازه واخلی یا نوم یې ( د دعاوو په خاطر ) ورسره ذکر کړی . ستاسو د دعاوو محتاج : نثار احمد صمد ( nsamad57@hotmail.com ).

د الله سره خبری

وایی یو نفر و چی په یوه شپه کی به یې ټول قرآن مجید ختم کاوه ، نو یو صالح سړی ورته وویل : نن شپه داسی فکر وکړه چی دغه قرآن مجید و خپل پلار ته تېروې . هغه نفر هم په دغه شپه په همدې فکر قرآن مجید وایه . سهار یې پوښتنه ځنی وکړه چی برایی ( بیګا ) دی څومره قرآن ووایه ؟ سړی وویل : نیم .

دا هغه څوک و چی پخوا یې ټول قرآن مجید په یوه شپه ختماوه ، خو په دغه شپه نیم سو . هغه صالح سړی ورته وویل : نن شپه بیا ته داسی فکر وکړه چی و فلانی عالم ته یې تېروې . په هغه شپه یې څلورمه حصه ووایه .

درجه پر درجه لوړېدى ، بیایې ورتهوویل : نن شپه داسی فکر وکړه چی و رسول الله (ص) ته یې تېروې ، یعنی هغه چا ته یې لولې چی پر هغه نازل سوى دى . په هغه ټوله شپه یې صرف یوه سیپاره وویل او په آخره شپه یې ورته وویل : نن شپه داسی فکر وکړه چی پخپله یې الله (ج) ته تېروې چی د هغه کلام دی . خو په دغه شپه کی د سوره الفاتحه تر ﴿اِیَاکَ نَعبُدُ وَ اِیَاکَ نَستَعِینُ﴾ تیر نه سو ، ځکه خطاب یا خبری یې د الله (ج) سره وې او خپل رب ته یې داسی ویل : خاص ستا عبادت کوو او خاص ستا څخه مدد غواړو . بس د دغه آیات په تکرارولو سره پر سهار سو .

هو ، الله تعالی پخپله موږ ته لارښوونه کوی چی قرآن په غور او تدبر سره ولولیً ، یعنی ځانونه په پوه کړئ او پسی عملی یې کړئ ( ص : ۲۹ ) .

د ګناهونو مور

یو عالم ویلی دی چی انسان د خپل پیدایښت له ورځی راهیسی درو مهمو او عظیمو ګناهونو په څپو کی اخیستی دی چی دوه نېغ په انسان پوری اړه لری خو یو یې په شیطان پوری تعلق لری چی بیا وروسته انسان ته ورکړه سو . نو تر څو چی انسان دا درې اساسی ګناهونه ترک نکړی خلاصون یې مشکل دی . هغه درې عمده ګناهونه دا دی :

لومړی ـ کبر : چی شیطان د همدې کبر له امله ګناه پیل کړه ( د الله تعالی د دې امر څخه یې انکار وکړ چی انسان یعنی آدم «ع» ته سجده وکړی . دا ځکه چی ځان یې د اور څخه او هغه یې د خاورې څخه جوړ کړی باله او په دې ډول یې لویی وکړه ) ؛

دوهم ـ حرص او ناوړه طمع : چی آدم (ع) په جنت کی د الله تعالی لخوا د ممانعت سره سره د یوې ونی د میوې د خوړلو طمع وکړه چی له امله یې انسان په دې دنیا کی د جنت څخه محروم او وشړل سو ؛

درېیم ـ حسد : چی له امله یې پر دې نړۍ لومړنی قتل وسو ؛ یعنی د آدم (ع) زوی قابیل خپل ورور هابیل د حسد له امله ووژﺉ ؛ یعنی دا چی هغه ته ولی هر څه رسیږی خو ما ته نه رسیږی نو ځکه یې وواژه .

هو ، دا درې ګناهونه هغسی خطرناکه لومی دی چی انسان راګیروی ، دنیا او عقبا یې ورانوی ، حتی له انسانی چوکاټه یې باسی . کبر ، حرص او حسد انسان باالاعم او مسلمان باالاخص د بربادۍ او نابودۍ توری کندی ته غورځوی چی خلاصون یې بېله توبې څخه ناشونی دی . نو الله دی په دې شومو ناروغیو مبتلا کسانو ته نجات ورکړی .

Permanent link to this article: http://my.azmoone-melli.com/go/4437