Friday 17th of August 2018   

«

»

Print this نوشته

د روژې اته ویشتمه تحفه ، له ژونده زده کړه

7526 6750

لیکوال : نثار احمد صمد

د روژې اته ویشتمه تحفه

معززو دوستانو ، اسلام وایی چی په روژه کی مسلمان د دوو ساتنو او دوو خوشحالیو سره مخامخ کیږی .

ساتنی :

الف ـ د شیطان د وسوسو څخه ژغورلی وی ( ځکه چی شیطان تړلی وی ) ؛ ب ـ د الهی عذاب څخه ساتلی وی ( ځکه چی جسمانی او روحانی روژه یې وی ) .

خوشحالۍ :

الف ـ کله چی روژه ماتی کوی ؛ ب ـ کله چی د الله سره قربت او محبت حاصلوی .

علماوو ویلی دی چی روژه د الهی مینی او محبت یوه ښه بیلګه ده ، او د الله (ج) یاد ، ذکر او ثنا ډیر وی چی پایله یې تقوا ده . روژه د انسان اراده او عقیده ټینګوی او ځکه یې نو عقل پر نفس ( یعنی اضافی خواهشاتو ) غلبه حاصلوی او واقعی انسان او مسلمان ورڅخه جوړوی . او دا هم اته ویشتمه تحفه ، خو د محترمو فېسبوک والو څخه هیله ده چی د کومی برخی د اقتباس په صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه واخلی یا نوم یې ورسره ذکر کړی ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).

تر ځان کمزورو ته ګوره

یوه ستړی مسافر د ژړا په حال کی فریاد وکړ : په دې ځنګل کی به بل څوک زما څخه ډیر غریب او بېوزله وی ؟

د بارونو او وهلو څخه ستړی سوی خره د هغه خبری واورېدلې ، او په ځواب کی یې ورته وویل : ناپوهه ! ته هم د آسمان له ظلمه ژاړې ، باید د الله شکر ادا کړې ، چی که څه هم تا ته د سپرلۍ لپاره خر پیدا نه سو ، لیکن الله تعالی خو ته خر نه یې پیدا کړی چی خلک سوارلی درباندی وکړی . که یې ته خر پیدا کړی وای څه به دې کول ؟ لا شکر نه باسې چی انسان یې پیدا کړی یې ؟ ما څه ګناه کړې ده چی زه یې خر پیدا کړی یم او تا څه کمال کړی دی چی ته یې انسان پیدا کړی یې ؟ لا بیا هم ناشکری کوې ؟ تر ځان لوړ ته مه ګوره بلکی تر ځان کښته ته ګوره! یعنی د ځان څخه کمزوره مخلوق ته وګوره ، تر څو د الله شکر ادا کړې چی زه یې داسی کمزوره نه یم پیدا کړی . په دې سره سړی پټه خوله او قانع سو او پر خپل حال یې د الله شکر ادا کړ .

هو ، که الهی نعمتونه او پیرزوینی حساب کړو نو هغه لایتناهی دی . دا چی موږ یې انسانان پیدا کړی یو ( نه خره ، سپیان او نور ) ، دا پخپله ستره پیرزوینه ده ؛ دا چی معیوب یې نه یو پیدا کړی دا بله ستره پیرزوینه ده ، دا چی مسلمانان یې پیدا کړی یو دا بله ستره پیرزوینه ده ، دا چی د توبې چانس یې راکړی دی دا بله ستره پیرزوینه ده…… نو پر هر حال یې باید شکر وباسو ، بلکی ناشکری ونکړو .

له ژونده زده کړه

روایت دی چی مشهور برتانوی کومیډی ین ( چارلی چپلین ) داسی ویلی دی :

په پیسو کور اخیستلای سو ، خو ژوند نه ؛

بستر اخیستلای سو ، خو خوب نه ؛

ساعت اخیستلای سو ، خو وخت نه ؛

مقام اخیستلای سو ، خو عزت نه ؛

دارو اخیستلای سو ، خو روغتیا نه ؛

کتاب اخیستلای سو ، خو پوهه نه ؛

زړه اخیستلای سو ، خو مینه نه !

هو ، پورتنۍ خبری په ظاهره عادی ښکاری خو هره یوه یې د ژوندانه فلسفه ده . دا حقایق په رښتیا هم د هری انسانی ټولنی متن او بطن جوړوی . د هری زمانې انځور راکوی . په نن کی مو پرون ته بیایی . سپینی خبری او اخلاقی کنایې دی . لنډه دا چی د پند او عبرت یو حقیقی درس دی . یعنی هلی ځلی ، کوښښ ، مبارزه او مجاهده !

Permanent link to this article: http://my.azmoone-melli.com/go/4430