Thursday 13th of December 2018   

«

»

Print this نوشته

د روژې شپږویشتمه تحفه ، د پرهیزګارۍ راز

zzzuu 6750

لیکوال : نثار احمد صمد

د روژې شپږویشتمه تحفه

عزتمنو دوستانو ، روژه د عبادت ، رحمت او مغفرت یوه ځانګړې میاشت او موقع ده . د نامشروع خواهشاتو پر ضد د مبارزې میاشت ده ؛ د تربیې ، عبرت او پرهیز میاشت ده . نو باید فرصت له لاسه ورنکړو ، ځکه خورا مهمه او وروستۍ لسیزه درومی . څومره چی کیدای سی باید فرضی او نفلی عبادات وکړو ، د قرآنکریم تلاوت زیات کړو ، الهی ذکر او دعاوی زیاتی کړو ، له دوږخه لیری والی او جنت ته تقرب وګټو ، ایمان بیرته تجدید او تازه کړو ، نفسانی هوسونه تحریم او تحدید کړو…. نو په همدې هیله دا ده شپږویشتمه تحفه درته وړاندی کوم ، خو د معززو فېسبوک والو څخه هیله ده چی د کومی برخی د اقتباس په صورت کی د لیکوال اجازه واخلی یا نوم یې ورسره ذکر کړی ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com).

د پرهیزګارۍ راز

یو کس حسن بصری (رح) ته راغی او ورڅخه ویې پوښتل : په دنیا کی ستا د ډیری پرهېزګارۍ راز په څه کی دی ؟ حسن بصری (رح) ورته وویل : په څلورو شیانو کی :لومړی ـ پوه سوم چی زما روزی ، زما څخه بل څوک نسی وړای ،نو زړه می ډاډه سو ؛دوهم ـ پوه سوم چی زما کار بل څوک نه راته کوی ، نو خپلهمی ځان پرې مشغول کړ ؛درېیم ـ پوه سوم چی زما پالونکی په هر حالت کی ما وینی ، نود ځان لپاره می شرم وباله چی خپل پالونکی دی ما په داسیحال کی ووینی چی ګناه کوم ؛څلورم ـ پوه سوم چی مرګ زما انتظار کوی ، نو ځان می هر وخت ورته چمتو کړ !

هو ، په رښتیا هم « قناعت » ، « ریاضت » ، « له ګناه ډډه » ، « مرګ ته چمتوینه » د تقوا اساس دی . امام جعفر صادق (رح) ویلی دی چی « د خپل نفس د غوښتنو مخالفت کول په حقیقت کی د الله سره دوستی ده » . په رښتیا هم ګناه یوه ناروغی ده چی علاج یې پرهیزګاری ده . نو څومره به ښه وی چی نور نو له « ادعا » څخه « تقوا » ته واوړو.

نامحرمه ښځی ته کتل

لعنَ الله الناظِرَ والمَنظورَ إلیه .د الله (ج) لعنت دی پر هغه چا وی چی نامحرمه ښځی ته ګوری او پر هغه ښځه باندی دې وی چی خلګو ته د ناروا دید لاره هواروی ( بیهقی ـ شعب الایمان / مشکوه ) .

هو ، ومو لیدل چی رسول الله (ص) پر دغسی کسانو څومره بد لعنت ویلی دی . نو څوک چی د الله (ج) د دوستانو د ښیراوو څخه بیریږی هغه دی د ټول بشریت د سردار حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ښیراوو څخه وبیریږی . ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه چا ته ښرا کړې ده چی نامحرمه ښځی ته ( په بد نظر ) ګوری . اصلی مؤمن یوازی د انسان د څو ورځو په ښکلا پسی نه ګرځی بلکی کله چی پر انسان څو ورځی تیری سی او زوړوالی ته ورسیږی نو څېره یې داسی حالت غوره کړی چی که دئ خپله څېره د ځوانۍ د څېرې سره پرتله کړی ډېر تعجب او افسوس به وکړی . د شیطان په دې لوبه کی ځوانان زیات لویږی ( شاه حکیم محمد اختر رحمه الله ) .

Permanent link to this article: http://my.azmoone-melli.com/go/4424