Friday 19th of October 2018   

«

»

Print this نوشته

د روژې پنځه ویشتمه تحفه ، انسان له ماره خطرناک

quran 56 6750

لیکوال : نثار احمد صمد

 د روژې پنځه ویشتمه تحفه

درنو لوستونکو ، د روژې وروستۍ لسیزه د قرآن د نزول او د اسلام د ظهور شپې دی . لیله القدر ( یعنی د قدر او قدرت شپه ) د دې لسیزی په طاقو شپو کی یوه ده . نن پنځه ویشتمه روژه ده ، نو ښایی همدا نن شپه لیله القدر وی ( والله اعلم ) . دوې طاقی شپې تیری سوی او دوې نوری طاقی شپې راروانی دی ؛ یعنی دوې تیری او دوې نوری ! ځینو علماوو ویلی دی چی یو کال یوه طاق شپه لیله القدر وی او بل کال بیا هغه بله طاق شپه وی . خو ډیرﺉ اصحاب ، تابعین او تبعه تابعین د روژې اووه ویشتمه شپه لیله القدر بولی ( مګر الله بهتر پوهیږی ) . په دغه شپه عبادت او الهی ذکر د یو زر میاشتو عبادت څخه هم بهتر وی . نو په همدې تمه لطفأ د روژې پنځه ویشتمه تحفه قبوله کړﺉ ، خو د محترمو فېسبوک والو څخه هیله ده چی د کومی برخی د اقتباس په صورت کی د لیکوال اجازه واخلی یا نوم یې ورسره ذکر کړی ، والسلام ، ( ن . صمد nsamad57@hotmail.com ).

انسان له ماره خطرناک

روایت دی چی څو ﮐﺴﺎﻧﻮ ﯾﻮ ﻣﺎﺭ ﻧﯿﻮﻟﯽ ﻭ ﺍﻭ ﭘﻪ ډﯦﺮﻩ ﻏﻮﺳﻪ ﻳﯥ ﻣﺎﺭ ﺗﻪ ﻭﻭﻳﻞ:ﺗﺎسی ماران څوﻣﺮﻩ ﺧﻄﺮﻧﺎﮎ ﻳﺎﺳﺖ ، غلی ﺭﺍسیً ﺍﻧﺴﺎﻥ ﺗﻪ ټک ﻭﺭﮐړﺉ ﻭﻳﯥﭼﯧﭽﺊ ﺍﻭ ﺧﭙﻞ ﺯﻫﺮ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻭﺟﻮﺩ کی ﺧﭙﺎﺭﻩ ﮐړئ ﺍﻭ ﻣړ ﻳﯥ ﮐړﺉ .

ﻣﺎﺭ چی ډﯦﺮی یخنۍ ﺭﺍټول ﮐړﯼ ﻭ ﺧﭙﻞﺳﺮ ﻳﯥ ﺩ دغو خلکو د ﺧﺒﺮی ﺩ قهر ﻟﻪ ﺍﻣﻠﻪﺭﺍﭘﻮﺭﺗﻪ ﮐړ ﺍﻭ ﻭﻳﯥ ﻭﻳﻞ:ﺍې ﺩ آﺩﻡ ﺑﭽﯿﺎﻧﻮ ، ﺗﺎسی ﻟﻪ ﻣﺎ ﻧﻪ ډﯦﺮﺧﻄﺮﻧﺎﮎ ﻳﺎﺳﺖ . ﻣﺎ ﮐﻠﻪ ﻫﻢ ﻣﺎﺭ ﻧﻪ ﺩﯼﭼﯧﭽﻠﯽ ﺧﻮ ﺗﺎسی ﻫﺮﻩ ﻭﺭځ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ کی ﻳﻮ ﺑﻞ ﭼﻴﭽﺊ ﺍﻭ ﺳﺮﻩ ﻭﮊﻧﯽً . نو اوس تاسو پخپله ووایاست چی زه ډیر مضر او وژونکی یم که تاسو ؟ زه ډیر خطرناک یم که تاسو ؟ زه ډیر زهرجن یم که تاسو ؟ زه ډیر مضر یم که تاسو ؟

هو ، انسان زهر نلری خو که ظالم سی نو تر مار ډیر زهرجن او کرغیړن دی . په رښتیا هم انسان تر ګل نازک او تر کاڼی کلک دی . که موږ وګورو نو ظالم تل د خپل ظلم له امله د بل دنیا خرابوی خو ورسره خپله عقبا خرابوی . نو الله دی یې اصلاح او فلاح کړی .

د لقمان څو نصیحتونه

اې انسانه ! الله (ج) لره په صدق ژوند کوه ؛

د نفس سره په قهر ژوند کوه ؛

د خلکو سره په انصاف ژوند کوه ؛

د مشرانو سره په خدمت ژوند کوه ؛

د کشرانو سره په شفقت ژوند کوه ؛

د درویشانو او فقیرانو سره په سخاوت ژوند کوه ؛

د دوستانو سره په نصیحت ژوند کوه ؛

د دښمنانو سره په حکمت ژوند کوه ؛

د جاهلانو سره په خاموشۍ او مروَت ژوند کوه ؛

د عالمانو سره په تواضع او عزت ژوند کوه .

هو ، که موږ او تاسی د پورتنۍ نسخې مطابق عمل وکړو نو دنیوی او اخروی بری به مو په برخه وی . افلاطون داسی ویلی دی : د انسان له پاره فخر په دې کی دی چی فخر ونکړی او د رتبې او مرتبې سره سره باید ځان لوړ و نه ګڼی . په رښتیا هم د بریالیتوب راز همدا دی .

Permanent link to this article: http://my.azmoone-melli.com/go/4416