Thursday 13th of December 2018   

«

»

Print this نوشته

د روژې څلیرویشتمه تحفه ، څو مهم نصیحتونه

quran 40 6750

لیکوال : نثار احمد صمد

د روژې څلیرویشتمه تحفه

درنو لوستونکو ، د روژې هدف او پیغام د انسان متقی کېدل او د ایمان ټینګېدل دی . روژه د بدن زکات دی ، د ګناهونو سوځول دی ، د روح پیاوړتیا ده ، د الهی امر مراعاتول او منل دی ، له شیطانی وسوسو څخه ژغورنه او د الهی عذاب څخه ساتنه ده ، د نفسانی حاکمیت ځپنه ده ، د الهی رحمت حاصلوَنه ده ، د مغفرت ګټنه ده ، د توبې قبلېدنه ده ، او د جنت ژمنه ده . نو ښه دا دی چی د الله تعالی او رسول الله ارشادات عملأ تعمیل او تسجیل کړو او دا په اثبات ورسوو چی نور نو د خولې څخه علاوه د زړه مسلمانان هم یو . بس یوه صادقانه اراده او فیصله غواړی . په همدې هیله څلیرویشتمه تحفه درته وړاندی کوم، خو د محترمو فېسبوک والو څخه هیله ده چی د کومی برخی د اقتباس په صورت کی د لیکوال اجازه واخلی یا نوم یې ورسره ذکر کړی ، والسلام ، ( ن . صمد nsamad57@hotmail.com ).

څو مهم نصیحتونه

دینی علماوو داسی فرمایلی دی :لومړی ـ دا اندېښنه مه کوه چی الله تعالی دعا ژر نه قبلوی ، دا شکر کوه چی الله جل جلاله زموږ د ګناهونو سزا ژر نه راکوی .دوهم ـ خپله ژبه پر هغه چا مه چلوه چی خبری کول یې در زده کړی دی .درېیم ـ مؤمن انسان څومره عجیبه دی ؟ کله چی د یوه شی څخه بېرېږی نو د هغه څخه لیری ځغلی او کله چی د الله تعالی څخه بیریږی نو لا ورنژدې کیږی .څلورم ـ د دنیا پرستو کسانو مجلس مه اختیاروه ځکه چی کله دی لاس تنګ سی نو دوی تا پرېږدی او که ته شمتن سې نو حسد در سره کوی .پنځم ـ هغه ایمان چی د کور څخه دی مسجد ته نه سی بېولای نو د قبر څخه به دی جنت ته څنګه بوځی ؟شپږم ـ کله چی وغواړم چی د الله تعالی سره خبری وکړم نو ” لمونځ ” کوم او کله چی وغواړم الله تعالی زما سره خبری وکړی نو ” قران ” ووایم .

هو ، څومره به ښه وی چی پورتنیو ارزښتونو ته متوجه اوسو او هغه د خپل عمل سرمشق وګرځوو . راځی چی نور نو د الله تعالی سره سوله وکړو. خپل اعمال باید حساب کړو ، سبا چی کله اعمال نامې څرګندی سی بیا کومه تلافی نسی کیدلای . نو اوس هم وختی دی او باید ناوخته نکړو . همدا علت دی چی نن د عمل ورځ ده بېله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله .

د ژبی ساتنه

امام نووی رحمه الله وایی : (قس بن ساعده) او (اکثم بن صیفی) سره یو ځای سول . یوه بل ته وویل : په بنیادم کی څومره عیبونه درته معلوم دی ؟ هغه بل ورته وویل : له حسابه وتلی دی ، خو د انسان کوم عیبونه چی ما معلوم کړی او شمیرلی دی ټول ټال اته زره دی . لاکن په انسان کی یو داسی خوی او خصلت سته چی د هغه په برکت کولای سی خپل ټول اته زره عیبونه پټ کړی . هغه د ژبی ساتنه ده .

هو ، په رښتیا هم ژبه د انسان د آبادۍ او بربادۍ دواړو منبع ده ، یعنی کنټرول او رغنده استعمال یې انسان آبادوی خو بې واکی او منفی استعمال یې هغه بربادوی . ځکه نو خپله ژبه هم کلا ده هم بلا . سعدی صاحب وایی چی ستا د زړه څخه چی څه بهر وزی هغه د ژبی په ذریعه وزی یعنی ژبه د زړه یوه کیلی ده . او وایی : هغه څوک چی خپله ژبه نسی ساتلای د هغه لپاره د خلاصون بهترینه لار ګونګی والی دی . یو عالم څه ښه ویلی دی : خپله ژبه د بل په عیب لټولو مه ککړوه ، ځکه چی عیب خو ته هم لرې او ژبه هغه هم لری ! نو الله دی موږ ټوله د ژبی له ناوړې او ککړې کاورنی څخه وژغوری .

Permanent link to this article: http://my.azmoone-melli.com/go/4413