Thursday 13th of December 2018   

«

»

Print this نوشته

د روژې درویشتمه تحفه ، زموږ لپاره د رسول الله (ص) ژړا

775 6750

لیکوال : نثار احمد صمد

د روژې درویشتمه تحفه

قدرمنو دوستانو ، پوهانو ویلی دی چی په روژه مات کی باید دومره غذا و نه خوړل سی چی د نس کڅوړه ډیره تخته او ډکه سی چی له امله یې نه هغه انسان سمه ساه اخیستلای سی ، نه سمی او آرامی خبری کولای سی ، نه سم کښینستلای سی….. نو ځکه رسول الله (ص) فرمایلی دی چی « د آدم (ع) اولاد د خپل نس څخه بل ناکاره لوښی نه دی ډک کړی . »

روژې ته الله تعالی ځکه د نورو یوولسو میاشتو په نسبت ډیر اهمیت ورکوی چی اول خو یې دا خپله میاشت بللې ده ، او دوهم دا چی هدف یې دا دی چی که یې بندګانو په دا نورو ۱۱ میاشتو کی په خپلو دینی عباداتو او نیکیو کی غفلت ، سُستی او بې پروایی کړې وی نو په دې میاشت کی هغه جبران کړی او دا یوه بهترینه موقع ده چی هره نیکی او عبادت څو چنده عوض لری . نو دا هم درویشتمه تحفه، خو د محترمو فېسبوک والو څخه هیله ده چی د کومی برخی د اقتباس په صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه واخلی یا نوم یې ورسره ذکر کړی ، والسلام ، ( ن . صمد nsamad57@hotmail.com ).

زموږ لپاره د رسول الله (ص) ژړا

حدیث دی چی یوه ورځ رسول الله صلى الله علیه وسلم وژړل . اصحابو کرامو ورته وویل : اې د الله رسوله (ص) ! څه شی و ژړولې ؟ ویې فرمایل : وروڼه می را په یاد سول . ورته ویې ویل چی آیا موږ ستا وروڼه نه یو ؟ ویې فرمایل : یا ، تاسی می اصحاب یا ملگری یاست . وروڼه می هغه کسان دی چی تر ما وروسته راځی ، زه به یې نه یم لیدلئ خو ایمان به راباندی راوړی ( الدارمی ؛ الطبرانی ؛ الحکیم ) .

هو ، الله (ج) دی موږ د رسول الله (ص) د رښتینو وروڼو او مینه والو څخه وگرځوی . د « ورور » کلمه ډیره مهمه او ستره ده . پر پیغمبر علیه السلام باندی موږ د وروڼو غوندی ګران یو . هغه (ص) خو زموږ او ستاسی لپاره ژړل خو موږ یې طریقه او سلیقه په باک نه راوړو حال دا چی په ظاهره یې ځانونه امتیان او لارویان بولو او د اسلام تش په نوم ټېکه داری کوو . نو بهتره دا ده چی په ځانو کی دا کرامت او شهامت پیدا کړو چی زموږ لپاره د رسول الله (ص) د دې خواخوږۍ او ژړا بدله ورکړو یعنی ځانونه عملأ د هغه (ص) وروڼه او خویندی ثابت کړو .

شیطان څنګه انسان غولوی ؟!

کوم انسان چی د ایمان څښتن وی هغه شیطان مخامخ داسی نسی خطا ایستلای چی ته ایمان پریږده ، لمونځ مه کوه او روژه مه نیسه . یو د ایمان څښتن هم داسی نه سی غولولای ، ځکه شیطان پوهیږی چی دغه کس د ایمان څښتن دی ، که هغه ته داسی وویل سی چی ته ایمان پریږده ، لمونځ مه کوه او روژه مه نیسه نو دغه کس هیڅکله د داسی خبرو منلو ته تیار نه وی .

نو شیطان پر انسان باندی بیلابیلی حربې ازمایی داسی چی د ایمان څښتن دا اوریدلی وی چی پلانی کار او عمل خو نیک دی او هغه باید وکړم . اوس نو شیطان هغه غولوی چی دغه نیک کار کول ضروری دی لاکن بیړه او تلوار ولی کوې ؟ دئ د ځان سره وایی چی نن لږ مصروف یم پلانی کار کوم ، سبا به په دې کار پیل وکړم . کله چی سبا راورسیږی نو شیطان دوکه ورکوی چی نن پلانی عذر پیښ سو سبا ته به یی پیل کړې . بس په سبا سبا کی دغه نیک کار وځنډول سی او هیڅکله سبا نه راځی .

که ته د قرآن د تلاوت اراده وکړې خو ویې ځنډوې ، که د خیرات او صدقې نیت وکړې خو په زړه کی تردد او ځنډ درولویږی ، که د ذکر ، تسبیح او دعاوو خیال ولرې خو په دې او هغه ( ناحقه ) عذر یې وځنډوې ، که د نفل اراده وکړې خو ادا یې نکړې….. نو پوه سه چی دا هر څه په ظاهره ستا ځانی کهالت دی خو اصلأ شیطانی شماتت دی .

هو ، دا د شیطان حربه ده چی د ایمان پر څښتن یی ازمایی . کله نا کله یو انسان هم داسی درته وایی چی بیړه مه کوه بیړه شیطان کړې ده . په دې ډول شیطان هغه کس استعمال کړ خو پر تا یې خپله نقشه او حربه غیر مستقیم عملی کړه . نو په تا به د همدې نیک عمل په کولو کی څو ورځی تیری سوی وی خو شیطان به ډیر خوشحاله وی .

نو باید په زړه کی د شیطان وسوسې ته لار ورنکړو ، بلکی مصمم او جدی اوسو ، د نن یا دمګړی کار سبا یا بل وخت ته معطل نکړو . ژوند ډیر لنډ دی ، داسی نه چی په زحمت ګټلی بریاوی وړیا شیطان ته ورکړو . الله دی نجات راکړی.

Permanent link to this article: http://my.azmoone-melli.com/go/4397