Friday 19th of October 2018   

«

»

Print this نوشته

د روژې یوویشتمه تحفه ، قاتل او مقتول کله دوږخیان وی ؟

quran-1-150x1506750

لیکوال : نثار احمد صمد

د روژې یوویشتمه تحفه

متدینو دوستانو ، د مبارکی روژې دوې لسیزی تیری سوې چی لومړنۍ د رحمت او دوهمه د مغفرت وه . نن د روژې مبارکی درېیمه لسیزه پیل سوه چی له دوږخه د نجات عشره ده . ښه به دا وی چی ( اللهم اجرنی مِن النار ) او نور تسبیحات ووایو او د خدای څخه د جنت طلب وکړو . ځکه دا د لیله القدر لسیزه ده .

رسول الله (ص) فرمایلی دی چی زما امت ته د روژې په هکله پنځه داسی شیان ورکول سوی دی چی پخوا نورو امتونو ته نه وو ورکړل سوی :

لومړی ـ د خولې بد بویی یې د الله لپاره تر مشکو هم د خوښۍ وړ ده ؛

دوهم ـ د هغوی لپاره آن تر ماهیانو پوری لا هم هر څه دعاوی کوی او هغه تر روژه ماتې پوری کوی ؛

درېیم ـ جنت هره ورځ د دوی لپاره سمیږی او الله ورته فرمایی چی ژر به زما بنده ( د د نیا ) مشقتونه پر ځان تیر کړی او تا ته به راسی ؛

څلورم ـ شیطان ورڅخه قید سوی دی تر څو هغسی بدیو ته یې نه بوزی چی په غیر رمضان کی به یې بیویً ؛

پنځم ـ د روژې په آخری شپه به د روژه لرونکو لپاره مغفرت کیږی .

اصحابو ورڅخه وپوښتل چی آیا د وروستۍ شپې څخه مطلب د لیله القدر شپه ده ؟ ویې فرمایل چی یا ، بلکی دستور دا دی چی مزدور ته اجوره د کار تر ختمیدو وروسته ورکول کیږی . نو په همدې امید لطفأ یوویشتمه تحفه ولولیً، خو د ګرانو فېسبوک والو څخه هیله ده چی د کومی برخی د اقتباس په صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه باید واخلی یا نوم یې ورسره ذکر کړی ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).

قاتل او مقتول کله دوږخیان وی ؟

په حدیث کی راغلی چی رسول الله (ص) وفرمایل :

هر کله چی دوه مسلمانان یو پر بل توره راوباسی ، نو قاتل او مقتول دواړه دوږخ ته ځی . ورته ویې ویل چی یا رسول الله (ص) ! قاتل خو معلوم دی ، مقتول څه ګناه کړې وی ؟

ویې فرمایل : هغه هم د مقابل طرف قتل غوښت ( متفق علیه ) .

هو ، اسلام د یو بېګناه انسان وژل د ټول بشریت د وژلو سره معادل بولی او د یو انسان ژغورل بیا د ټول بشریت د ژغورلو معادل بولی ( المایده ـ ۳۲ ). رسول الله (ص) د مسلمان وژل د کفر طریقه او د جاهلیت د مهال یو کرغیړن عمل بللی دی ( بخاری ). خو متأسفانه نن موږ ګورو چی په ډیرو اسلامی هیوادو ، منجمله افغانستان کی مسلمانان داسی سره وژنی لکه ځناوران . نو آیا د خپل منځی جنګونو دغسی قاتلین او مقتولین اصلی مسلمانان کېدای سی ؟ پس الله دی یې اصلاح کړی ، که نه الله دی یې تباه کړی .

مناجات

درنو لوستونکو، د مسلمانانو تر ټولو تېره وسله دعا ده . په دنیا کی تر ټولو تیز او ګړندی شی دعا ده ، دا ځکه چی هغه د زړه څخه ژبې ته د رسېدو څخه مخکی خدای ته رسیږی . نو راځی چی دا برخه دعاوو او مناجات ته وقف کړو.

یا پروردګاره ! موږ دې پیدا کړو ، خو موږ له یاده وایستې . موږ ته دې روزی راکړه ، خو موږ ناشکری وکړه . موږ دې په سختیو و ازمایلو تر څو تا یاد کړو ، خو موږ شکایت وکړ . موږ ته دې مهلت راکړ ، خو موږ بې پروایی وکړه . موږ ته دې نېکی اسانه کړه ، خو موږ لمن سورۍ کړه . موږ دې د جنت لیوال کړو ، خو موږ یې لاره ورکه کړه او ګمراه سوو . موږ دې له دوږخه وبیرولو ، خو موږ ورمنډه کړه .

نو یا الله ! که موږ ته د جهنم د اور په واسطه عذاب راکړې ، نو دا په خپله موږ غوښتی دی او د دې وړ یو او پر موږ دې هیڅ ظلم نه دى کړی .

که دې موږ جنت ته داخل کړو او ښه بدله دې راکړه ، نو دا یوازی ستا فضل او کرم دی ، ځکه زموږ عملونه د دې وړ نه دی چی په هغو سره جنت ته ولاړ سو . نو یا الله ! بس ستا کرم او رحم ته مو تمه ده او تا ته لاسونه لپه کوو . فریاد مو واوره او راباندی ورحمیږه . و ما ذالک علی الله بعزیز!

Permanent link to this article: http://my.azmoone-melli.com/go/4390