Friday 19th of October 2018   

«

»

Print this نوشته

د روژې شلمه تحفه ، ولی دا کوې هغه نه کوې

quran 49 6040

لیکوال : نثار احمد صمد

د روژې شلمه تحفه

درنو لوستونکو ، شیخ الحدیث محمد زکریا صاحب په خپل مشهور اثر ( فضایل اعمال ) کی داسی لیکی : « د روژې میاشت د الله تعالی لخوا مسلمانانو ته انعام او نعمت دی . نو څومره به ښه وی که د دغه الهی انعام قدر وکړو . روژه د الله تعالی د محبوب ترینو عباداتوڅخه ده نو ارشاد فرمایی چی د هر نیک عمل بدله ملایکی ورکوی خو د روژې بدله زه پخپله ورعطا کوم دا ځکه چی هغه خاص او خاص زما لپاره ده » . روژه د عبادتونو ، دعاوو او رحمتونو میاشت ده . په یو روایت کی راغلی چی الله تعالی د روژې په میاشت کی د عرش اوچتولو ملایکو ته حکم کوی چی خپل عبادتونه پریږدئ او د روژه لرونکو د دعاوو سره آمین ووایاست . نو الله دی د ډیرو دعاوو او استغفار توفیق راکړی . دا هم د شلمی روژې لپاره شلمه تحفه، خو د محترمو فېسبوک والو څخه هیله ده چی د کومی برخی د اقتباس په صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه واخلی یا نوم یې ورسره ذکر کړی ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).

ولی دا کوې هغه نه کوې

ګرانه وروره او محترمی خور!

ته چی د شپې د تیارې څخه بیریږې ، د قبر څخه ولی نه بیریږې ؟

ته چی جنت ته داخلیدل غواړې ، مسجد ته ولی نه داخلیږې ؟

ته چی رشوت ورکولای سې ، غریب ته خواړه ولی نسې ورکولای ؟

ته چی بیلابیل کتابونه لوستلای سې ، قرآن ولی نسې لوستلای ؟

ته چی شرقی او غربی سندری اورېدلای سې ، یو سورت ولی نسې اورېدلای ؟

ته چی د دنیوی امتحان د کامیابۍ لپاره شپه تیرولای سې ، د اخروی امتحان لپاره یې ولی نه سې تېرولای ؟

مغززو دوستانو، باید جدأ متوجه اوسو چی تکلیف د عبادت ختمیږی خو ثواب یې پاتیږی ، حال دا چی خوند د ګناه ختمیږی خو عذاب یې پاتیږی . ځکه نو زموږ هر ښه یا بد عمل راپسی لیکل کیږی . په بل عبارت ، په هر عمل کی مو د هغه انجام نغښتی ( پټ ) دی کټ مټ لکه په تخم کی چی ونه پټه ده ! نو ځکه اوس هم ناوخته نه دی ، موقع مساعده ده ، د توبې دروازه خلاصه ده ، تیرو کړنو ، سیاستونو او تاکتیکونو مو څه ګټه رارسولې ده ؟ داسی نه چی ناوخته سی . فلهذا ، نن یوازی د عمل ورځ ده بېله حسابه ، خو سبا یوازی د حساب ورځ ده بېله عمله !

نه چلیږی!

حکیمانو او پوهانو ویلی دی چی نن دغه شیان هیڅ نه چلیږی :

لومړی ـ د ناپوهانو په وړاندی د هوښیارانو دلیل ؛

دوهم ـ د شتمنو په ناسته کی د بیوزلو او نیستمنو خبره ؛

درېیم ـ د خیالاتو په نړۍ کی د چا حکومت ؛

څلورم ـ د ظالم په وړاندی د مظلوم برهان ؛

پنځم ـ د مرګ په وړاندی د چا حکمت ؛

شپږم ـ د تقدیر په وړاندی د چا تدبیر .

هو ، دا ټول موارد ترخه حقایق دی . که د چا خوښه وی یا نه همداسی ده . که جاهلو او ناپوهو کسانو ته هر څومره دلایل ووایو ، نه یې منی . که یې ومنی نه یې مراعاتوی . دا ځکه چی له خپل ضد او خپل نظر څخه نه پر شا کیږی ، یعنی جاهل دی ! همداسی د شتمنو په مجلس کی مسکین تول او دروند والی نلری او نه یې خبره اهمیت لری ؛ ظالمان د مظلومانو هیڅ دلیل او خبره نه اوری ؛ خو هغوی ټول باید متوجه اوسی چی د تقدیر په وړاندی یې تدبیر نه چلیږی ، ژر یا وروسته به د الله تعالی د عذاب او عتاب سزاوار ګرځی او د خپل تکبر ، غرور ، ظلم ، حق تلفۍ او زورزیاتۍ ځواب به وایی او د بې وسۍ او ناکامۍ په غیږ به ورځی .

Permanent link to this article: http://my.azmoone-melli.com/go/4387