Friday 17th of August 2018   

«

»

Print this نوشته

د روژې اتلسمه تحفه ، د ابن جوزی (رح) نصیحت

quran-1-150x150 6040

لیکوال : نثار احمد صمد

د روژې اتلسمه تحفه

درنو لوستونکو ، روژه د جسم او روح دواړو لپاره ده . جسم د خوراک ، څښاک او جماع څخه منع وی . هر روژیاتیً ( یا روژیاتۍ ) باید د غیبت ، درواغو ، تهمت ، چغلیو ، حسد او نورو څخه ځان پخپله منع کړی . په بل عبارت ، د روژه لرونکې بدن هغه دی چی لاس ، پښه ، سترګی ، غوږونه ، شرمګاه ، معده او زړه یې د ګناهونو د کولو څخه روژه وی . یعنی سترګی یې حرامو ته د کتلو څخه ، غوږونه د حرامو اورېدلو ( مثلأ درواغ ، غیبت ، چغلی…. ) څخه ، لاس د حرامو اخیستلو ، پښې حرامو ته له ورتګه ، ژبه د درواغ ، فحش او باطل ویلو ، معده د خوړلو او څښلو ، شرمګاه د جنسی عمل څخه ډډه او مخنیوی وکړی . نو دا مهال بدن په رښتیا هم روژه نیولې ده . که داسی نه وی ، نو حیوان هم وږی ساتل کیدای سی خو هغه ته روژه نه ویل کیږی ! دا هم د روژې اتلسمه تحفه، خو د محترمو فېسبوک والو څخه هیله ده چی د کومی برخی د اقتباس په صورت کی د لیکوال اجازه اصولأ باید واخلی یا نوم یې ورسره ذکر کړی، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com).

د ابن جوزی (رح) نصیحت

« اې هغه انسانه چی د جنت په لټه کی یې ، پوه سه چی ستا پلار آدم (ع) د یوې ګناه له امله د جنت څخه وایستل سو . آیا ته په داسی حال کی د جنت هیله لرې چی ډیر ګناهونه دی کړی دی او توبه نه ورباندی کوې ؟ هغه انسان ته چی په ناپوهی سره خپل وخت تیر کړی او په نافرمانۍ خپل روزګار چلوی مناسبه دا ده چی د خپل تیر عمر په کړنو ډیری اوښکی توی کړی .

افسوس د هغه چا په حال چی هر څومره یې ګناهونه زیاتیږی هغومره یې استعفار کمیږی ، او هر څومره چی قبر ته لنډیږی هغومره یې سستی او ټنبلی زیاتیږی .

ای هغه انسانه چی خپله ځوانی دی تباه کړه ! د اعمالو دفتر دی د نافرمانیو څخه ډک کړی دی . آیا ته نه پوهیږې چی د انسان اندامونه به د حشر په ورځ پر خبرو کولو راسی او پر تا به شاهدی ووایی؟»

هو ، که موږ او تاسی په ګرېوان کی وګورو باالکل همداسی ده . د شفیق بلخی (رح) له قوله ډیر ناوړه او بدبخته انسان هغه دی چی د توبې په طمع ګناه کوی . امام شافعی (رح) فرمایی چی تر ټولو جاهل او ناپوه هغه څوک دی چی د ګناه څخه خبر وی لاکن بیا هم د هغه مرتکب کیږی . نوهیله ده چی د پورتنیو بزرګانو او شیخانو د لارښوونو مطابق ځانونه اصلاح کړو . یو عالم څه ښه ویلی دی : که ټول بشریت یو په یو پر هغه ګناه چی مرتکب سوی ، اعتراف وکړی نو یو بېګناه به هم پاته نسی چی ګنهکار ته جزا ورکړی . پس الله دی دنیا او عقبا راسمه کړی .

د سعدی (رح) څو نصیحتونه

لومړی ـ هغه څوک چی لمونځ نه کوی د پور معامله مه ورسره کوئ ، که هر څومره یې اړتیا هم ډیره وی . ځکه چی هغه د خدای تعالی پور نه ادا کوی نو ستا قرض به څنګه ادا کړی .دوهم ـ که د چا تکلیف لیری کړې ډیر غوره دی نسبت دې ته چی حج ته ولاړ سې او د لاری په هر ځای کی زر زر رکعـته لمونځ وکړې .درېیم ـ د الله تعالی څخه وبیریږم ، بیا د هغه چا څخه وبیریږم چی د الله تعالی څخه نه بیریږی .څلورم ـ که روزی په عقل سره وای نو د دنیا کم عقلان به له لوږی مړه سوی وای .پنځم ـ که کوم محتاج په عاجزۍ سره څه درنه وغواړی وریې کړه ، که نه ښایی کوم ظالم یی په زور درڅخه واخلی .شپږم ـ که د کوم غریب سره یوه ډوډۍ وی نیمه یې خپله خوری او نیمه ملنګ ته ورکوی ، خو که د یو پاچا سره هیواد وی هغه د بل هیواد د نیولو کوښښ هم کوی .

 اووم ـ لس سړی یې پر یوه کاسه خوړلای سی مګر دوه سپی یې پر یوه مرداره کاسه نه سی خوړلای .اتم ـ هغه په رښتیا هم عقلمند دی چی د غصې په حالت کی د ژبی واک ولری.

هو ، د سعدی صاحب هره خبره او هره وجیزه دنیوی او اخروی بریالیتوب دی . که پورتنیو آموزنده نصایحو ته ښه ځیر سو او هغه قلبأ عملی کړو نو په غربت کی به شتمن او په کمزورۍ کی به ځواکمن یو . بقراط څه ښه ویلی دی : « هغه کس ناپوه دی چی خپل عیب نه وینی او د بل چا نصیحت هم نه اوری . » نو الله دی د پورتنیو ضروری نصیحتونو د هضم او عزم توفیق راکړی ، آمین .

Permanent link to this article: http://my.azmoone-melli.com/go/4381