Friday 19th of October 2018   

«

»

Print this نوشته

د روژې شپاړسمه تحفه ، اې ژبې له خدایه وبیرېږه !

quran 56 6040

لیکوال : نثار احمد صمد

د روژې شپاړسمه تحفه

عزتمنو لوستونکو ، د روژې مبارکه میاشت تر نیمایی واوښته او مرحبا په الوداع سره بدله سوه . زموږ د ټولو ژوند هم کټ مټ د الوداع په حال کی دی . نن وی که سبا ، ملک الموت مو راګیروی . آیا څوک پوهیږی چی همدا روژه به پوره کړو ؟! آیا راتلونکې روژه به « دلته » یو که « هلته » ؟! نو څومره به ښه وی چی توښه همدا اوس لا برابره کړو او موقع له لاسه ور نه کړو . یعنی زیات عبادت ، اطاعت ، ریاضت ، تلاوت او افادیت ته مخه کړو . دا هم د روژې شپاړسمه تحفه ، خو د درنو فېسبوک والو څخه هیله ده چی د کومی برخی د اقتباس په صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه واخلی یا نوم یې ورسره ذکر کړی ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com).

اې ژبې له خدایه وبیرېږه !

حضرت ابوسعید رضی الله عنه روایت کوی چی پیغمبر علیه السلام وفرمایل:کله چی سهار سی نو د انسان په جسم کی چی څومره اندامونه دی هغه ټوله ژبې ته ووایی : اې ژبې ! له خدایه وبیرېږه ! ځکه چی موږ ټول ستا تابع یو ، که چیری ته سمه یې نو موږ به هم سم یو او که ته ناسمه یې نو موږ به هم ناسم یو ( ترمذی ) .

هو ، په رښتیا چی ژبه هم کلا ده هم بلا . په دغه ډیر آفاقی ، آموزنده او له عبرته ډک حدیث کی د انسان د ورځنی ژوندانه لاره او تلن لاره پرته ده . دا یوه عظیمه لارښوونه ، سمَوَنه او پوهوَنه ده چی صرف مخلصانه مراعاتول او پلی کول غواړی .

موږ او تاسی ګورو چی د ژبی وزن ډیر سپک دی ، خو خورا لږ خلک هغه اخیستلای او سنبالولای سی ! حضرت ابوبکر صدیق (رض) فرمایلی دی چی « انسان ته ډیر مصیبتونه د خپلی ژبی څخه ورپیښیږی .» په رښتیا هم خوږه ژبه د الله (ج) یو نعمت دی . فیثاغورث ویلی دی چی « د بدن د ټولو غړو له جملې څخه ژبه ډیره سرکښه ده .» نو که موږ او تاسو دغه سرکښه غړی کنټرول کړو ، معنی دا چی تر نیمایی زیات ګناهونه مو کنټرول کړل ! پس الله دی هر مسلمان ، منجمله هر افغان ته د ژبی د صحیح مهارولو توفیق عطا کړی .

اخلاق ستر ارزښت دی

یوه ورځ د پوهنتون محصلینو د ریاضی د پروفیسور څخه د ښځی او نارینه د اخلاقو په باره کی وپوښتل . استاد په ځواب کی وویل چی : که ښځه یا سړی اخلاق ولری نو دواړه د یو سره مساوی دی چی د ریاضی په ژبه داسی لیکل کیږی : ( ښځه + سړی = ۱ ) .

که هغوی ښکلا او ښایست هم ولری نو د ( ۱ ) سره به یو صفر کښېښوول سی چی هغه به ( ۱۰ ) سی .

که پیسې هم ولری نو دوه صفرونه ورته ایښوول کیږی چی ( ۱۰۰ ) به سی .

که یې اصل او نسب یعنی قوم هم ښه وی نو یو بل صفر هم ورسره اضافه کیږی چی ( ۱۰۰۰) به سی .

پس تاسی باید ډیر متوجه اوسیً که دغه نر یا ښځه اخلاق بایلی یعنی بد اخلاقه (یا بې ادبه) سی ، نو معنی یې دا ده چی ( ۱) حذف او ایسته سو ، چی په داسی حالت کی ټول صفرونه بې معنی او بې ارزښته سول او صفر یوازی هیڅ ارزښت نلری . پس داسی انسان به هیڅ ارزښت ، حیثیت او درنښت ونلری، یعنی صفر به وی .

د یو روایت له مخی پورتنی فارمول د الجبرې د پلار یعنی د موسی الخوارزمی (رح) استخراج دی چی خپلو شاګردانو ته یې وړاندی کړی و.

هو ، په رښتیا هم که انسان اخلاق ونلری یعنی بې ادبه وی یا په اصطلاح ژبه یې زهر ولری ، نو هغه که هر څومره ثروت ، اصل ، نسب ، ښایست ، مقام…. هم ولری اصلأ هیڅ یعنی صفر دی . د حدیث له مخی تر ټولو قدرمنه پانګه ښه اخلاق او ورین تندی دی . نو داسی معلومیږی چی ښه اخلاق ( یعنی نېکه رویه ، حسن خلق ، ادب ، ورین تندی ، تواضع ، حِلم ، زغم…. ) د ایمان لویه برخه ده . حضرت داؤد علیه السلام فرمایلی دی چی « د بشپړ ایمان څښتن هغه څوک دی چی اخلاق یې ښه وی » . نو هیله ده چی موږ او تاسی هم خپل عادات او عبادات د اخلاقو په مایه سره تومنه کړو تر څو هدف ته ورسیږو ، یعنی الهی بری او سرلوړی !

Permanent link to this article: http://my.azmoone-melli.com/go/4371