Friday 19th of October 2018   

«

»

Azmoone Melli

Print this نوشته

د روژې پنځلسمه تحفه ، دوې پښېمانۍ

imagesCA0S3SRE 6040

لیکوال : نثار احمد صمد

 د روژې پنځلسمه تحفه

ګرانو دوستانو ، روژه مبارکه هم نیمایی ته ورسیده او خدای دی وکړی چی تیرو برخو څه نا څه معنوی ، روحانی او ایمانی ګټه رسولې وی . ښایی هغو کسانو ته چی د دین په چارو کی کهالت او عطالت لری ، که نور څه نه وی اقلأ معلوماتی خو واقع سوی وی ! څه معلومه ده چی ژوند به نوره یاری هم وکړی که یا ؟! څومره نامناسب ، ناوړه او نامطلوب کارونه مو کړی دی ؟! آیا یوه ذره ګټه یې رارسولې ده ؟ راځی چی نور نو په ځان کی عملأ تغیر راولو تر څو الله تعالی مو حالت راتغییر کړی ( الرعد ـ ۱۱ ) ؛ که نه همدا په اصطلاح آش او همدا کاسه به وی او خوله به مو راسوځوی . نو دا هم پنځلسمه تحفه ، خو د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه هیله من یم چی د دې تحفو د کومی برخی د اقتباس په صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه باید واخلی، یا اقلأ نوم یې ورسره ذکر کړی، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).

دوې پښېمانۍ

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: داسی هیڅ شخص نسته چی مړ سی او پښېمانه دی نه وی . نو ژوند غنیمت وګڼئ نیکۍ وکړئ او ګناهونه پرېږدئ.صحابه وو وویل یا رسول الله (ص)! د پښېمانۍ سبب څه شی وی ؟ ویې فرمایل : که نیک وی په دې پښېمانه وی چی ډیری نیکۍ یې ولی نه دی کړی او که بدکاره وی په دې پښېمانه وی چی د ګناهو څخه یې ولی ځان نه ساته( ترمذی ) .

هو ، څومره عالی پوهاوئ او خبردارئ دی چی هر ډول پلمه او حیله راباندی بندوی . حضرت علی (رض) څه ښه ویلی دی : « خورا بد خلک هغه دی چی د نیکۍ په مقابل کی بدی کوی ، خو خورا ښه خلک بیا هغه دی چی د بدۍ په مقابل کی ښېګڼه کوی .» نو وخت او موقع باید راڅخه ضایع نسی ، یعنی د وخت په باره کی باید بخیل اوسو! هیله ده چی همدا اوس لا د خپل آینده او نامعلوم ژوندانه لپاره حتی الوسع توښه برابره کړو ، داسی نه چی بیا ناوخته سی او پښېمانی وکړو .

څلور عجیبه پوښتنی

د حضرت علی (رض) څخه یې پوښتنه وکړه چی :

لومړی ـ واجب او تر هغه هم واجب څه دی ؟

دوهم ـ نږدې او تر هغه هم نږدې څه دی ؟

درېیم ـ عجیب او تر هغه هم عجیب څه دی ؟

څلورم ـ سخت او تر هغه هم سخت څه دی ؟

ویې فرمایل :

واجب د الله اطاعت دی او واجب تر د ګناه پریښوول دی .

نږدې قیامت دی او نږدې تر هم مرګ دی .

عجیب دنیا ده او عجیب تر هم د دنیا سره مینه ده .

سخت قبر دی او سخت تر هم هغه ته خالی لاس ورتلل دی .

هو ، که څوک د الله اطاعت کوی لاکن جسمانی یا معنوی ګناه هم کوی نو اطاعت یې نیمګړی دی بلکی اول باید ګناه پریږدی چی کامل مؤمن سی . دا چی څوک قیامت یادوی خو مرګ ته چمتوینه نه نیسی یعنی ځان له خیرو ( ګناهونو ) څخه نه پاکوی نو کامل مؤمن نه دی . څوک چی د مال او دولت مینه صحیح نه بولی خو په هغې پسی غوټې وهی نو نیمګړی مؤمن دی . او څوک چی ګور ته تلل منی خو ظلم ، حق تلفی ، فریب او خیانت هم کوی نو ګور ته تلل اصلأ نه منی بلکی درواغجن دی ! الله دی ټول ګنهکاران اصلاح او فلاح کړی .

Permanent link to this article: http://my.azmoone-melli.com/go/4360