Friday 17th of August 2018   

«

»

Azmoone Melli

Print this نوشته

د روژې دیارلسمه تحفه ، د شیطان برﺉ

quran 40 6040

لیکوال : نثار احمد صمد

قدسی حدیث دی چی الله تعالی فرمایی : « د بنی آدم هر عمل د هغه خپل وی ، مګر روژه زما لپاره ده او د هغه بدله به زه ورکوم » . موږ پوهیږو چی د الله بدله رحمت ، مغفرت او هدایت دی . د روژې میاشت د معنوی او فرهنګی بیا رغونی ، عفوی او تیرېدنی ، د باطلو عادتونو د پرېښودنی ، د غفلت له خوبه د راویښېدنی ، د شهوت له دامه د خلاصیدنی ، د غیبت ، حسد ، درواغو او ګناه څخه د لیری کېدنی میاشت ده . ځکه ، یوولس میاشتی زموږ او دغه یوه میاشت د الله ده ، نو څومره مراعات یې باید وکړو ! او دا هم دیارلسمه تحفه ، خو د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه هیله ده چی د دې لړۍ د کومی برخی د اقتباس په صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه باید واخلی، یا اقلأ نوم یې ورسره ذکر کړی، داسی نه لکه د « نصیحتونه » په نوم یوې فېسبوک پاڼی چی یوه برخه په خپل سر اقتباس کړې ده . والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).

د شیطان برﺉ

خثیمه بن عبدالرحمن ( رح) ویلی دی چی له شیطانه می اورېدلی چی داسی یې ویل : انسان په درو مواردو کی هیڅکله پر ما نسی بریمن کېدای ، بلکی زه د همدې درو شیانو له امله پر هغه برلاسی او مؤفق یم چی هغه دا دی :

لومړی ـ هغه مال او ثروت چی د ناحقه او حرام لارې څخه یې په لاس راوړی ؛

دوهم ـ هغه مال او ثروت چی په باطل او حرام کار کی یې مصرف کړی ؛

درېیم ـ هغه مال او ثروت چی دﺉ د حق د لارې څخه راوګرځوی .

هو ګرانو لوستونکو ، دا معلومه سوه چی ثروت او دولت ګټل د حرامی لاری ، مصرف یې په حرامه لار کی ، او د حقه لاری څخه یې مخنیوئ شیطانی کارونه دی . خو نن موږ ګورو چی ډیرو مسلمانانو همدا شیطانی لاره خپله کړې ده او متأسفانه پایښت لا هم ورکوی . نو خود به شیطان ځواکمن او بریمن وی .

یو فاسق انسان د نوم او نښان لپاره په ملیونونو پیسې په یو معمولی او ناحقه شی کی مصرفوی چی په بدل کی یې جهنم رانیسی . خو د الله د رضا لپاره د یو مسکین انسان مړول چی خورا لږ مصرف لری ، ډیر سخت ورته تمامیږی حال دا چی دغسی کار د جنت په بیه دی . نو داسی شخص جنت ارزانه نه رانیسی خو برعکس دوږخ ډیر ګران رانیسی ! لا بیا هم دا د ده ماتې او د شیطان بری نه دی ؟

څلور ډوله انسانان

حضرت حسن بن علی رضی الله عنه وایی : انسانان پر څلور ډوله دی :

لومړی ـ هغه انسان چی په ښو لارو چارو کی بشپړه برخه اخلی خو اخلاق یې ښه نه وی ،

دوهم ـ هغه انسان چی اخلاق یې ښه وی خو په ښو لارو چارو کی برخه نه اخلی ،

درېیم ـ هغه انسان چی نه یې اخلاق ښه وی او نه په ښو لارو چارو کی برخه اخلی ، دا تر ټولو انسانانوناوړه ګڼل کیږی ،

څلورم ـ هغه انسان چی اخلاق یې هم ښه وی او په ښو لارو چارو کی هم برخه اخلی ، دا بیا تر ټولو غوره انسان ګڼل کیږی .

هو ، نو ښه به دا وی چی موږ او تاسو فرد فرد کوښښ وکړو چی ځانونه په دغه څلورمه ډله کی شامل کړو تر څو دنیوی او اخروی بری مو انشاالله په برخه وی . رسول الله (ص) فرمایلی دی چی « زه د غوره اخلاقو د بشپړتیا له پاره رالیږل سوی [ مؤظف سوی ] یم » . پس غوره او ښه اخلاق د ایمان بشپړتیا او عبادت دی . د رسول الله (ص) ګران لمسی حضرت حسین (رض) فرمایی چی ښه اخلاق عبادت دی . نو الله دی ټولو مسلمانانو، منجمله افغانانو ته غوره اخلاق عنایت کړی تر څو کمزوره ایمان یې تعدیل او تکمیل سی .

Permanent link to this article: http://my.azmoone-melli.com/go/4354