Thursday 13th of December 2018   

«

»

Print this نوشته

د روژې دوولسمه تحفه ، د علماوو سره ناسته ولاړه

quran 47 6040

لیکوال : نثار احمد صمد

 د روژې دوولسمه تحفه

روژه یوازی د خوراک ـ څښاک څخه ډډه نه بلکی د ژبې ، زړه او نورو اعضاوو سم استعمال هم پکښی شامل دی . نو راځی چی پوخ تکل وکړو چی غیبت به نه کوو ، درواغ به نه وایو ، سترګی او غوږونه به د ناروا څخه ساتو ، ظاهر او باطن مو تصفیه کوو . رسوالله (ص) فرمایی : « هغه څوک چی درواغ او پر هغه عمل نه پریږدی نو الله هم ده ته هیڅ ضرورت نه لری چی صرف خوراک او څښاک بند کړی » . او دا هم دوولسمه تحفه ، خو د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه هیله ده چی د کومی تحفې د اقتباس په صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه او موافقه باید واخلی، یا اقلأ نوم یې ورسره ذکر کړی ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).

د علماوو سره ناسته ولاړه

رسول الله (ص) فرمایی : د علماوو یا د هیڅ عالم سره تاسی ناسته ولاړه مه کوﺉ ، خو بیا یې هغه وخت ور سره کوﺉ چی تاسی د پنځو شیانو څخه و پنځو شیانو ته دعوتوی :

لومړی : د شک څخه و یقین ته .

دوهم : د کبر څخه و تواضع ته .

درېیم : د دښمنۍ څخه و نصیحت ته .

څلورم : د ریاء څخه و اخلاص ته .

پنځم : د رغبت څخه و زُهد ته .

رغبت دا دی چی یو انسان په ګناهونو اخته او مبتلاء وی ، علاقه یې د دنیا سره ډیره وی ، خو په خوله وایی : الله غفور او رحیم دی . موږ هم ټول ګنهکاره یو ، د فضل او کرم په امید یې یو . دا صحیح لار او سمه طریقه نه ده ، بلکی دا د ځان او د نورو خطا یستل دی . انسان باید زاهد او عابد وی ، هر مسلمان مکلف دی چی باید خامخا د الله (ج) امرونه تر خپله وسه پر ځای کړی او د ګناهونو څخه ځان وساتی او بیا نو د الله (ج) د رحمت او بخښنی په امید وی ، داسی نه چی په ګناهو کی ولاړ یم لاس هم نه ځنی اخلم ، هغه چی کول می هغه ټول بیا هم کوم خو الله غفور او رحیم دی . یو عالم داسی ویلی دی : تر ټولو غټ حماقت دا دی چی کار د دوږخ کوې خو غواړې جنت !

غټه ګناه عادی بولی

شیخ الاسلام ابن تیمیه (رح) د ډیرو مسلمانانو په هکله داسی ویلی دی :

دا عجیبه ده چی ډیرﺉ مسلمانان په عادی ډول د حرامو د خوړلو ، ظلم ، غلا ، شرابو ، د بل ناموس ته په بد نظر کتلو او نورو ګناهونو څخه د ځان ساتلو ادعا کوی ، خو د خپلی ژبی حرکت نسی کنټرولولای یا یې نه کنټرولوی . ډیر ځله به داسی مسلمانان ووینیً چی په دین داری ، زهد او عبادت کی به ښه شهرت لری خو داسی خبری به په ژبه راوړی چی د الله تعالی خښم به پاروی او دا کار به همده ته عادی خبره وی حال دا چی په صرف یوه کلمه سره د ختیځ څخه تر لویدیځ پوری اوږد واټن جوړوی خو دﺉ اهمیت نه ورکوی .

هو ، که موږ او تاسی خپل چاپیریال ته ښه ځیر سو ، باالکل همداسی ده . په ظاهره به ډیر شریف او نجیب انسان وی خو ژبه او خوله به یې زهر لری او د لهجې او رویې څخه به یې هر څوک بیزاره وی . هغوی لویه ګناه عادی بولی او هیڅ متوجه نه وی ، نو ځکه ګمراه دی . الله دی دغسی په ظاهره ښه مګر په خوله کاږه انسانان اصلاح او فلاح کړی .

Permanent link to this article: http://my.azmoone-melli.com/go/4351