Thursday 13th of December 2018   

«

»

Print this نوشته

د روژې یوولسمه تحفه ، عبادت د بل لپاره

quran-1-150x150 6040

لیکوال : نثار احمد صمد

 د روژې یوولسمه تحفه

 درنو لوستونکو ، د روژې د مبارکی میاشتی لومړنۍ (یعنی د رحمت ) لسیزه تیره سوه اودا ده نن دوهمه ( یعنی د مغفرت ) لسیزه پیل سوه . انسان خصوصأ مسلمان او مهمه لا دا چی افغان هیڅ د خطا څخه خلاص نه دی . موږ او تاسی ضرور د لږ یا ډیری ګناه مرتکب کیږو . څنګه چی دا د مغفرت لسیزه ده ، شیطانان ټول تړلی دی او الله تعالی عفو ، بخښنه او مغفرت لوروی ، نو څومره به ښه وی چی د رحیم او کریم خدای څخه بخښنه او مغفرت وغواړو تر څو هغه ذات مو وبخښی . حدیث دی چی که څوک مغفرت و نه غواړی هغه به ډیر بد نصیبه انسان وی . نو غوره دا ده چی استغفار ووایو په تیره بیا « استغفرالله رب من کل ذنب و اتوب الیه » ډیر ووایو . الله تعالی فرمایی چی بېشکه نیکۍ بدۍ له منځه وړی . اودا هم یوولسمه تحفه ، خو د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه هیله ده چی د کومی برخی د اقتباس په صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه باید واخلی، یا اقلأ نوم یې ورسره ذکر کړی، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).

عبادت د بل لپاره

له یوه عالم نه چا پوښتنه وکړه چی یوه ښځه ډیر زیات عبادت کوی ، د ورځی یې روژه وی او د شپې لمونځونه او تلاوت کوی ، خو له بده مرغه چی غیبت هم ډیر کوی ، د دې ښځی حالت څنګه بولئ ؟  عالم ورته وویل : داسی بریښی چی دا ټول عبادتونه د نورو له پاره کوی .

هو ، د دغسی مسلمانانو نیک اعمال د غیبت په واسطه داسی خوړل کیږی لکه وَینه ( موریانه ) چی لرګی خوری .

یو چا حسن بصری (رح) ته داسی وویل : فلانی شخص ستا غیبت کاوه . حسن بصری (رح) هم د دې خبری په اورېدو سره د تازه خرماوو څخه ډکه سَوَده ( سبد ) هغه ته وروړه او داسی یې ورته وویل : خبر سوم چی خپلی نیکۍ دی ما ته رابخښلی دی ، نو د هغه په عوض کی دغه معمولی خدمت لطفأ قبول کړه او دا چی نسم کولای ستا نیکۍ ټوله جبران کړم نو معذرت غواړم .

هغه سړی پوه سو چی د ده غیبت یې کړی دی او دا یې بدله ده . بس له همدې شېبې څخه له غیبته بېزاره او نور نو اصلاح سو .

خو موږ او تاسی وینو چی ډیرﺉ کسان د غیبت داسی معتاد سوی دی لکه د سګریټو یا نسوارو . تقریبأ هیڅ داسی مجلس ، محفل ، غونډه او میلمستیا به و نه وینو چی له غیبته خلاص وی . نو الله دی زموږ ټولو ښه اعمال نه ضایع کوی ، او داسی نه چی تر سره کړئ عبادت او ګټلیً ثواب مو وړیا بل ته ورکړو او په بدل کی یې الهی عذاب واخلو .

هوښیار څوک دی ؟

دغه پوښتنه که نن ورځ زموږ او ستاسی څخه وسی ډول ډول ځوابونه به ووایو او هم به یې واورو . خو راځی چی د رسول الله (ص) بلیغ او جامع ځواب واورو : د حضرت عبدالله بن عمر (رض) څخه روایت دی چی وایی زه د رسول الله (ص) په مجلس کی حاضر وم چی د انصارو څخه یو نفر ولاړ سو او ویې ویل : یا رسول الله (ص) ! په خلکو کی څوک ډېر هوښیار او د حِکمت خاوند دی ؟ رسول الله (ص) وفرمایل : هغه څوک چی مرګ ډېر یادوی او هغه څوک چی د مرګ لپاره یې پوره چمتوینه نیولې وی ، دغه خلک هوښیاران دی ځکه دوی د دنیا شرف او د آخرت کرامت یووړ .

سبحان الله ! دا څومره بشپړ او جامع ځواب دی . که موږ ښه فکر او سوچ وکړو دغه ځواب دوه اړخه لری : یو دا چی ( مرګ ډېر یادوی ) ؛ دا معلومه خبره ده هر هغه څوک چی مرګ یادوی هغه انسان هیڅکله شر او شرارت نه پېښوی ، خو یواځی د شر نه پېښول د ټولنی د خوشبختۍ او نیکمرغۍ لپاره کفایت نه کوی نو د ځواب دوهم اړخ ته متوجه سیً چی فرمایی ( او هغه څوک چی د مرګ لپاره یې پوره چمتوینه نیولې وی ) ؛ د مرګ لپاره آمادګی په څه شی نیول کیږی ؟ په عدل ، په صدق ، په ښو اخلاقو ، یو د بل سره په مرسته کولو ، د مور او پلار ، همسایه ، اقرباوو د حقوقو په مراعتولو ، حلاله نفقه خوړلو او نورو صالح عملونو سره داسی چمتوینه نیول کیږی . نو که واقعاً هر انسان د شر او شرارت څخه ځان وساتی او هم دغه ذکر سوی صالح عملونه په ځان کی پیدا او عملی کړی ، ټولنه به مو څومره نېکمرغه ، هوسا او آرامه وی ، او آخرت به مو هم انشاالله کامیاب وی .

Permanent link to this article: http://my.azmoone-melli.com/go/4348