Friday 19th of October 2018   

«

»

Print this نوشته

د روژې اتمه تحفه ، شاه کیلی

Quran 46 6040

لیکوال : نثار احمد صمد

 د روژې اتمه تحفه

پوهانو ویلی دی چی د بدن غذا خوراک دی خو د روح غذا بیا عبادت دی . نو ځکه روژه زړه او روح دواړه صفا کوی . روژه یو الهی نعمت ، عبادت او امانت دی . نو الله تعالی موږ امتحانوی چی آیا په دې امانت کی صادقان یو که خاینان ؟! الله تعالی فرمایی : « او چا چی زموږ په لار کی جهد او محنت وکړ ، نو موږ به هم هرو مرو لار ور وښیو » ( عنکبوت ـ ۶۹ ) .

د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه هیله ده چی د دې تحفو د کومی برخی د اقتباس په صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه باید واخلی، یا اقلأ نوم یې ورسره ذکر کړی، والسلام، ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).

شاه کیلی

یو ځوان کوم اوڅار شیخ ته ورغی او داسی یې ورته وویل : په ژوند کی می درې قلفونه پیدا کړی دی او ستا څخه یې کیلۍ غواړم . شیخ ورته وویل چی دا کوم قلفونه دی ؟ ځوان ورته وویل :

لومړنی قفل دا دی چی غواړم یو ښه واده وکړم ؛

دوهم قفل دا دی چی غواړم کار می ښه برکت پیدا کړی ؛

درېیم قفل دا دی چی غواړم عاقبت می سم او ښه سی .

شیخ په نرمه لهجه ورته وویل چی :

د لومړنی قفل لپاره کیلی دا ده چی لمونځ پر خپل وخت کوه ؛

د دوهم قفل لپاره کیلی دا ده چی لمونځ پر خپل وخت کوه ؛

د درېیم قفل لپاره کیلی دا ده چی لمونځ پر خپل وخت کوه .

ځوان عرض وکړ چی آیا دا درې واړه قلفونه په همدې یوه کیلی خلاصیږی ؟

شیخ ځواب ورکړ چی پر خپل وخت باندی د لمانځه ادا کول د ټولو کامیابیو اساس یعنی « شاه کلید » دی .

یو کیلویی وزن

یو غریب او مسکین سړی په کور کی د خپلی میرمنی په مرسته ګوړه جوړول او هغه به یې په ښار کی پر یو قناد باندی خرڅول او په دې ډول به یې د کور ګذاره کوله . هغوی به ګوړه د یو کیلویی ګردۍ ټوټې په توګه جوړوله .

یوه ورځ دکاندار د ګوړی پر وزن شکمن سو او ویې غوښته چی هغه په ترازو کی وتلی . کله چی یې دا کار وکړ نو ویې لیده چی هره ټوټه یو کیلو نه بلکی ۹۰۰ ګرامه ده . ډیر وخښمېد او کله چی سبا هغه مسکین راغی نو په لوړ ږغ او تونده لهجه یې ورته وویل چی نور ستا څخه ګوړه نه رانیسم او بله ورځ زما دکان ته مه راځه . بیوزله سړی ورته وویل چی خیر کړې ، څه خبره ده ؟ دکاندار ورته وویل چی ما پرون د ګوړی هره ټوټه وزن کړه او هره یوه ۹۰۰ ګرامه وه . نو ځکه نور ستا څخه ګوړه نه رانیسم .

سړی خپل سر کښته وځړاوه او کرار یې ورته وویل : صاحبه ! زه په کور کی وزن نه لرم بلکی ستا څخه می یو کیلو بوره رانیولې وه او هغه د وزن ( یعنی کاڼی ) په حیث استعمالوم !

په دې سره دکاندار شرمنده او سرځوړی سو او بخښنه یې وغوښته .

Permanent link to this article: http://my.azmoone-melli.com/go/4333