Thursday 13th of December 2018   

«

»

Print this نوشته

د روژې شپږمه تحفه ، موسیقی حلاله ده که حرامه ؟

quran 51 6040

لیکوال : نثار احمد صمد

 د روژې شپږمه تحفه

 رسول الله (ص) فرمایی : « څوک چی د الله لپاره یوه روژه ونیسی ، نو الله یې د اویا کلونو په اندازه د دوږخ له اوره لیری کوی » . نو څومره به ښه وی چی د هغه ذات امر عملأ ومنو چی ژوند او هر هغه څه چی همدا نن یې لرو ، راکړی دی ! او دا هم شپږمه تحفه ؛ خو د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه هیله ده چی که په خپلو فېس بوک پاڼو کی د دې تحفو کومه برخه اقتباس کوی ، نو اصولأ د لیکوال اجازه باید واخلی، یا نوم یې ذکر کړی، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).

 موسیقی حلاله ده که حرامه ؟

حضرت عبدالله بن عباس (رض) ته یو چا داسی وویل : ساز او سرود ( یعنی موسیقی ) حلاله ده که حرامه ؟

حضرت ابن عباس (رض) ورته وویل چی زه حرام صرف هغه شی ته وایم چی قرآنکریم حرام بللی وی . هغه کس ورته وویل چی نو آیا حلاه ده ؟ ابن عباس (رض) ورته وویل چی زه حلال صرف هغه شی ته وایم چی قرآنکریم حلال بللی وی . وروسته یې د هغه کس مخ ته وکتل چی حیران و او غوڅه فیصله یې نسوه کولای .

دا مهال حضرت عبدالله ابن عباس (رض) ورڅخه وپوښتل چی ستا څه ګومان دی کله چی د قیامت په ورځ حق او باطل سره بیل سی ، نو موسیقی به د حق په خوا کی وی که د باطل ؟ هغه نفر ځواب ورکړ چی د باطل په خوا کی به وی .

حضرت عبدالله بن عباس (رض) ورته وویل : بس ځه ، خپل ځان ته دی فتوا ورکړه .

دا لا څه ، رسول الله (ص) صریحأ فرمایلی دی چی : « زما په امت کی به ځینی داسی کسان هم وی چی زنا ، ورېښم ، شراب او د موسیقی آلات به حلال وبولی » ( صحیح بخاری ، الاشربه ، باب ماجا‌ء فیمن یستحل الخمر و یسمیه بغیر اسمه ، حدیث نمبر ۵۵۹۰ ). دلته رسول الله (ص) د موسیقی آلات د خطرناکو ګناهونو په قطار کی ذکر کړل لکه زنا او شراب ! او ځکه نو هر ډول پلمه او حیله بندوی .

اصلی بریالیتوب

په هغه خونه یا اطاق کی چی موږ او تاسی هره ورځ اوسیږو ، د کامیابۍ لږ تر لږه اته مهم رازونه نغښتی دی چی په لږ توجه سره حاصلېدای سی :

۱ ـ خونه راته وایی چی لوړ امید ولره !

۲ ـ پنکه ( باد پکه ) وایی چی د سړې سینې څښتن اوسه !

۳ ـ ساعت وایی چی هره دقیقه ، آن هره ثانیه ډیره قیمتی ده !

۴ ـ هینداره وایی چی نور هم بهتر اوسه !

۵ ـ کړکۍ وایی چی دنیا وګوره !

۶ ـ جنتری وایی چی نننیً او چمتو اوسه !

۷ ـ دروازه وایی چی د موقع څخه ګټه واخله !

۸ ـ بستر وایی چی دا ټول چټیات دی ، په هیڅ شی کی هم رﺉ مه واهه ، راځه پرېوزه ، استراحت بهترین شی دی ، کرار او بېغمه بیده سه !

هو ، که موږ او تاسو ښه ځیر سو په رښتیا هم همداسی ده . پورتنی انتباهی برداشتونه زموږ د ورځنی ژوندانه ترخه حقایق جوړوی . زموږ ژوند بیلابیلو فانی او دنیوی خنډونو په خپل جال کی را ګیر کړی دی خو که مو اراده او قرینه مثبته وی نو کامیاب او فعال به یو ، که نه عاطل او باطل به یو او خپلی نیمګرتیاوی به پر بل تاوانوو . لقمان حکیم ویلی دی چی « د ستونزو څخه مه بیریږه ، ځکه چی ستوری په تیاره کی ځلیږی » . نو هیله ده چی خپل شاوخوا هر شی او هره پدیده مثبت وارزوو او برئ پکښی ولټوو .

Permanent link to this article: http://my.azmoone-melli.com/go/4324