Thursday 13th of December 2018   

«

»

Print this نوشته

د روژې څلورمه تحفه ، سپی ته لاره ورکول

quran 40 6040

لیکوال : نثار احمد صمد

 ګرانو دوستانو ، دا ثابت حقیقت دی چی الله تعالی بې حده کریم او رحیم دی ، خو د روژې په میاشت کی یې ځینی ضروری حلال حرام کړی دی ! یعنی د سهار د اذان څخه د ماښام تر آذانه یې خوراک، څښاک او جماع حرام کړی دی چی خپله فلسفه لری . په دې میاشت کی شیطان تړلی او د جنت دروازې خلاصی دی . نفل، د فرضو اهمیت او درجه لری….. نو څومره به ښه وی چی الهی تقاضا مخلصانه او صادقانه مراعات کړو . او دا هم څلورمه تحفه ، خو د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه هیله ده چی که په خپلو فېس بوک پاڼو کی د دې تحفو کومه برخه اقتباس کوی ، نو اصولأ د لیکوال اجازه باید واخلی یا اقلأ نوم یې ورسره ذکر کړی، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.con ).

سپی ته لاره ورکول

روایت دی چی یوه ورځ بایزید بُسطامی (رح) د خپلو ارادتمندانو سره په یوه تنګه کوڅه کی تیرېدئ چی مخامخ یو سپی د دوی پر خوا راغی . دا مهال حضرت بسطامی او مریدانو یې هغه ته لار ورکړه او سپی هم آرام تیر سو . یو مرید یې داسی ورڅخه وپوښتل : حضرته! څنګه چی الله تعالی انسان اشرف المخلوقات پیدا کړی دی نو بیا تا ولی هغه سپی ته لاره پریښودله ؟ د دې څخه داسی احساس کیږی چی سپی پر موږ باندی لومړیتوب او برتری لری حال دا چی دغه عمل د عقل او شرعیت دواړو خلاف دی .

حضرت بسطامی (رح) په ځواب کی ورته وویل چی دغه سپی زما څخه پوښتنه وکړه چی زه یې له ازله سپی او ته یې سلطان العارفین ولی خلق کړی یې ؟ او په دې کی زما ګناه او نیمکړتیا څه ده خو ستا ښه والی او فضیلت څه دی ؟

نو ما په دې عقیده لار ورکړه چی ما ته په رښتیا هم الله تعالی څومره پیرزوینه او ښېګڼه عطا کړې ده .

هو ګرانه لوستونکې ، انسان خو له شکه وتلی اشرف المخلوقات دی ، نو ښه به دا وی چی د اشرف المخلوقات خصایص او امتیازات هم له ځانه وښیی . یعنی ځانګړی عمل ، رښتینی خدمت ، عالی احساس او عواطف ولری تر څو خپل عالی شرافت ، حیثیت او منفعت عملأ ثابت کړی . دا چی حضرت بسطامی (رح) سپی ته لار ورکړه ، پورتنی ټول انسانی اوصاف یې عملأ په اثبات ورسول .

دا لا څه ، حضرت خواجه حسن بصری (رح) فرمایی چی « د قناعت سبق د سپی څخه زده کړه . تا به معمولأ لیدلی وی چی کله بازاری سپیان ښکاری سپیانو ته غاپی ، هغه اصلأ داسی ورته وایی چی اې بېچاره ګانو ! څنګه چی د عالی او خوندورو خوړو هوس مو وکړ ، نو ځکه په ځنځیر هم وتړل سوئ . که تاسو په وچه ګوله او بې خونده خوړو قناعت کولای ، نو تاسو به هم زموږ غوندی د آزادۍ ژوند لرلای . »

هو ، ښایی همدا علت به هم و چی حضرت بُسطامی (رح) سپی ته لاره ورکړه او په دې عمل سره یې خپل انسانی کرامت ، شرافت او نجابت وښود .

د توبې توفیق

د دخش په سیمه کی یو مشر اوسېدﺉ چی دعبادت او ریاضت لار یې غوره کړې وه . هغه د کچکول او توبرې ملنګ نه بلکی یوازی یو آزاد شخص و . د فیض او رحمت دروازې ورته پرانستی او پاته ټولی یې د ځان لپاره بندی کړی وې .

یو بې حیا سړی تور پرې پوری کړ چی : « عبادت یې یوازی او یوازی د فریب او دوکې لپاره دی ، د اوداسه پر مهال داسی خوله پریمنځې لکه پشی چی د موږک له خوړلو وروسته خوله پاکوی .

د معرفت څخه ناخبره ، مینځ یې خالی او عبادت یې د ریا لپاره دی. په بې ځایه خبرو یې خلک تېرایستلی او د صوفیانو په رنګ یې ځان رنګ کړی دى .»

عارف چی د هغه خبری واورېدلې ، خدای ته یې فریاد وکړ : یا الله ! که هغه سړی غلط وایی نو د توبې توفیق ورکړه ، او که ریښتونی وی ، بیا ما ته د توبې کولو همت راکړه تر څو آخرت می خراب نه سی .

هو ، الله تعالی دی هر مسلمان ته د تهمت ، غیبت ، چغلۍ او پس ګویی څخه نجات ورکړی تر څو ځان او جهان په مصیبت مبتلا نکړی . او هر مسلمان ، منجمله هر افغان ته دی الله د دخش د دغه متقی عارف غوندی صبر ، حوصله او زغم عطا کړی تر څو خپلو مخالفانو او ناخوښه کسانو ته په خپله تبصره ، فېسبوک پاڼه او لیکنه کی پوچ الفاظ او سپکی سپوری و نه وایی .

Permanent link to this article: http://my.azmoone-melli.com/go/4306