Friday 19th of October 2018   

«

»

Print this نوشته

هغوی چی هر څه ساتی ، اصلأ هیڅ نه ساتی

6750

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : لیوراک ویل ډاټ کام ( امریکا )

نېټه : ۲۹ / ۳ / ۲۰۱۴

ژباړن : نثار احمد صمد

  

د جنګ تبه په هوا کی درومی . پنځوس زره روسی پوځیان او زغره ور د اوکراین په ختیځه پوله ورننوتل . اروپا او واشنګټن وارخطا دی او وایی چی مبادا دغه نوی زوکړی سور پوځ د اوکراین ، ملدوویا ، بالټیک ، حتی پولینډ لخوا غرب تر ستونی تېر نکړی . لویدیځ د ساړه جنګ باد ډیر ځورولی دی .

لویدیځ طاقتونه نه یوازی دا چی وارخطا دی ، بلکی هغوی داسی درک کړې ده چی که روسیه احتمالأ د پخوانی شوروی امپراتورۍ هیوادو ته ورننوزی ، نو دوی داسی وسایل نلری چی مخنیوئ یې وکړی .

خو هغوی باید قطعأ وارخطا نسی چی روسیه یو ځل بیا د ژوند نښی راښیی . د پروس جنګی پاچا لوی فریډریک داسی خبردارئ ورکړی و : « هغه څوک چی د هر شی دفاع کوی ، اصلأ هیڅ شی هم نسی ساتلای . »

نو هر ځوان افسر باید پر خپل ښیً لاس باندی د لوی فریډریک دغه خبره په خالونو ( ټېټو ) سره ولیکی . دیر ژر له هغه وروسته چی شوروی اتحاد په ۱۹۹۱ کی ونړېد ، صرف یو څو کسو ستراتیژی پوهانو ، زما په شمول ناټو ته خبردارئ ورکړ چی « مخ پر ختیځ مه ځیً . دا خورا لیری خوا ته یو پُل دی . »

د شوروی کنټرول څخه د یاغی ختیځ المان د وتلو موافقه خو شوروی مشر میخایل ګورباچیف کړې وه ، لاکن په بدل کی به یې ناټو هم مخ پر ختیځ یعنی د پخوانی شوروی اتحاد تر واک لاندی ختیځی اروپا او د قفقاز سیمو ته نه ورتلله . امریکا او ناټو هم ورسره منلې وه ، خو وروسته یې ډیر ژر خپله دغه ژمنه ماته کړه .

مخ پر ختیځه اروپا ، بالټیک او قفقاز باندی د ناټو ورتګ ، که د پخوانی شوروی منځنۍ آسیا ذکر نکړو ، د امریکا تر مشرۍ لاندی اییتلاف باالکل د روسیې پولو ته ودراوه . په پام کی وه چی د امریکا د توغندی ضد راکټونه به په پولینډ کی یعنی روسۍ خاوری ته نږدې نصب کیږی . په بلغاریه ، رومانیا او منځنۍ آسیا کی د نوو امریکایی اډو استقرار پیل سو .

دا لا څه ، د امریکا د نادانۍ دغه هڅی چی پخوانی روسی اوکراین او په کریمیه کی د « سیواستوپول » حیاتی سمندری اډه یې د ناټو تر کنټرول لاندی راوستله ـ چی په دې سره یې بېله شکه روسیې ته د سوریې او ایران څخه د  ملاتړ سزا ورکوله ـ نو دا کار د کریملین لپاره وروستۍ چاره ثابته سوه .

سخته یا زیږه خبره خو آسانه وی . لاکن پر ختیځه اروپا به د احتمالی روسی یرغل دفاع آسانه نه وی . اصلی ستونزه دا ده چی که څه هم د امریکا او ناټو ضمانتونه د روسیې حساسو پولو ته ورسېدل ، مګر د دوی پوځی توانایی نه ده ور رسېدلې . دا په لنډه توګه ژمنه بېله عمله یا بېله توانه ده .

د روسیې پوځ کولای سی چی د بالټیک لتویا ، لتوانیا او استونیا په یوه ماپښین کی ونیسی . د هغوی نسبتأ زیات وګړی روسی نژاده دی .

ناټو نه دومره مستقره او نه هم دومره وسلواله ده چی اوکراین ته د جنګ لپاره ورسی ، دا ځکه چی : د هغوی پوځونه خورا لیری په لویدیځ کی دی او هم اکمالاتی ترتیبات او هوایی لاس رسی نلری . له دې نه علاوه ، اروپایی ځواکونه ، د ډنمارکی او اوکراینی یو څو نشنالسټو نازیانو څخه پرته د روسیې سره جنګېدل نه غواړی ، چی دې کار په واشنګټن کی جنګ غوښتونکو ته هر څه په آرامه ور پریښودل .

پر روسیه باندی د واشنګټن لخوا د سوداګریزو بندیزونو ضربه د جنګ تر پیښېدو مخکی یو عمل دی . باید متوجه اوسو چی کله په ۱۹۴۱ کی امریکا پر جاپان دغسی بندیزونه ولګول ، نو توکیو هم پر لویدیځو طاقتونو حمله وکړه .

د سړې جګړې پر مهال امریکا په اروپا کی څه نا څه څلور سوه زره ( ۴۰۰۰۰۰ ) پوځیان ، ۸۰۰ طیارې او زیات سمندری ځواکونه لرل . خو نن امریکا په اروپا کی صرف ۴۳۰۰۰ پوځیان پرې یښی دی چی دوې جنګی لیواوی دی او متباقی یې هوایی ځواک او لوژستیکی پرسونل دی . هغه پخوانۍ ورځی چی شوروی اتحاد لویدیځی اروپا ته پنځوس زره ټانکونه مخامخ درولی وو ، ډیر کلونه مخکی لا تللی دی ، خو د روسیې عصری کړای سوی وسلوال پوځونه اوس هم تیار ولاړ دی .

په عین حال کی ، امریکا خپل پوځونه په ټوله نړۍ کی تیت او پرک ساتلی دی چی هماغه د لوی فریډریک خبره ده چی وایی په دې هڅه سره هغوی د هر څه مدافعه کوی . تر ټولو مهمه لا دا چی امریکایی پوځونه افغانستان ، عراق ، وروسته کویټ ته هم وخوځېدل او ډیر نور پوځونه یې دننه په خپل هیواد کی دی . د امریکا تر ټولو پیاوړی فرقې همدا اوس د جرمنی د « فولداګیپ » او « هانوور » پر ځای خپل کنزاس او ټکزاس ساتی .

د امریکا پوځی طاقت په کوچنیو استعماری جګړو کی مصرف او سولېدلی دی ، کټ مټ لکه برتانویان چی په نولسمه پیړۍ کی سوی وو . کله چی برتانوی استعماری پوځونه د اصلی جرمن عسکرو سره مخامخ سول ، نو قتل عام سول . کټ مټ امریکایی پوځ هم په ویتنام کی تر چریکی جنګ وروسته له سره ترتیب او جوړ سوی دی ، نو ځکه په داسی حالت کی نه دی چی د یو وخت پیاوړی سور پوځ د لمسیانو سره مخامخ سی .

محتاط او صبور ولادیمیر پوتین نه غواړی چی پر پولینډ حمله وکړی . بلکی اصلی خطر خو دا دی چی هغه وخت به څه کیږی که د بالټیک هیوادونو لکه اوکراین او ملدوویا روسی نژاده اوسېدونکی راپورته سی او د خپل مورنی هیواد روسیې سره بیا پیوستون یا یو ځای کېدل وغواړی ؟

آیا هغه مهال روسیه د هغوی ننګې ته ودانګی که یا ؟ آیا امریکا او اروپا به چمتو وی چی د « لوهانسک » ، « خارکوف » ، « چسینا » یا « کانوس » غوندی مبهمو ځایونو په خاطر ځان د اټومی جنګ د خطر سره مخامخ کړی ؟

موږ همدا نن په اوکراین او کریمیه کی د لویدیځ د یرغلیزه جیوپولټیک نتایج په سترګو وینو . روسیه په بدمرغۍ سره هیڅ په باک نه راوړل کېده . باید هیڅکله اجازه ورنکړای سی چی په اټومی وسلو د سمبالو ځواکونو تر منځ بحران رامنځته سی . داسی کار به صرف او صرف لیونتوب وی ، داسی لکه په اټومی وسلو چی وسلوال ماشومان د یوې بازیچې په سر وجنګیږی ، پای .

Permanent link to this article: http://my.azmoone-melli.com/go/4145