Friday 19th of October 2018   

«

»

Print this نوشته

خدای ته لاره

6040

لیکوال : نثار احمد صمد

 

روایت دی چی د حضرت عمر (رض) د امارت پر مهال یو سړی پر یوه داسی ښځه میَن سو چی مېړه ئې درلود.دغه سړی به تل دغی ښکلی ښځی ته پیغام لیږی او ورته ویل به ئې چی درباندی عاشق یم. ښځی به ورته ویل چی له خدایه وبېرېږه او زه مېړه لرم. خو سړی نه پر شا کېدی او ورپسی لېونی وو.

ښځه چی ډېره متقی او نېک عمله وه، یوه ورځ دغه سړی ته خبر ورکړ چی چمتو یم چی تا مېړه کړم او خپل مېړه ایله کړم، خو یو شرط لرم او هغه که وکړې نو زه ستا مېرمن کېږم.

سړی ورته وویل چی هر ډول شرط ته تیار یم. ښځی ورته وویل چی شرط ډېر اسانه دئ او هغه دا چی پوره څلویښت ورځی به پنځه وخته لمونځونه په امیرالمؤمنین پسی په جماعت ادا کوې او د لومړنی تکبیر پر مهال به هلته حاضر یې. پسله څلوېښتو ورځو راسه او خپله مینه اظهاره کړه او زه به هم خپل مېړه ایله کړم او تا به وکړم. سړی ورته وویل چی دا خو په رښتیا هم ډېر آسانه شرط دئ او سر له همدې ننه به ئې پیل او عملی کړم.

سړی به هره ورځ پنځه وخته په مسجد کی په حضرت عمر (رض) پسی د جماعت لمونځ ادا کاوه څو چی څلوېښت ورځی پوره سوې او هماغی ښځی ته ئې خبر ورکړ چی ما اوس اصلی او حقیقی معشوق پیدا کړ او نور ستا مینی او محبت ته اړتیا نه لرم چی مطلب ئې په لمانځه کی د خشوع او خضوع په لیدو سره خدای  ته لاره پیدا کول وو.

په دې ډول هغه ښځه د دغه مزاحمت څخه بېغمه او د دې سړی د اصلاح سبب سوه.

منبع : د لیکوال اثر : ( د پند او عبرت قصې ـ لومړی جلد ؛ ۲۰۱۰ ) ؛ ۹۸ مخ .

 

Permanent link to this article: http://my.azmoone-melli.com/go/4052