Friday 19th of October 2018   

«

»

Print this نوشته

د افغانستان نومیالی او سید جمال الدین افغانی ؛ طرزی، غبار، جاوید ، فرهنگ او حبیبی

 Afghani-5-150x150 Fahrhang 1 Fahrhang  21 Frau 1 Said Jamaludin Afghani 12

( څلورمه برخه )

لیکوال: فضل الرحمن فاضل

Fazel-Rahman-Fazel-1-111x150

پښتو ژباړه: دوکتور لطیف بهاند

Dr_Latif-Bahand-1-150x150

 

۴-   میر محمد صدیق فرهنګ

خدای بخښلی محمد صدیق فرهنګ (۱۲۹۴-۱۳۶۹)د هېواد له سترو مخورو او مورخینو نه دی، چې په خپل مشهور او جنجال پارونکی اثر “افغانستان در پنج قرن اخیر“ کې یې د سید جمال الدین په اړه د “معمای سید جمال الدین“تر سر لیک لاندې بحث کړی دی.

مرحوم فرهنګ، خپل څېړنیز شک، د هغه څه په اړه چې د سید جمال الدین په اړه یې لیکلی دی، داسې څرګندوی:

“… د سید د مولد په اړه، تاریخ لیکونکو په بېلابېلو هېوادونو کې ډولا ډول او متناقضه مطالب لیکلی دی، چې له بده مرغه په هغو کې د څېړنیزې او علمې پلټنو د روحیې پر ځای ناسیونالیستی او سیاسی ملاحظات لاسبری دی. په اغلب ګمان چې سید به د ۱۸۳۸ کال په شا او خواکې د افغانستان د کنړ په دره کې زېږېدلی، خو دا څرګنده نه ده چې بیا په کوم لامل او څه وخت، له افغانستانه وتلی دی. دا تر هغه وخته چې د امیر دوست محمد خان د زامنو ترمنځ د کورنۍ جګړې پر وخت بیا افغانستان ته راستون شوی دی. “(۳۰)

مرحوم فرهنګ پر خپله لیکنه کې، پر هغه ګزارش تکیه لری چې هغه د “ګزارش وکیل حکومت هند“نوموی او د هغه په معرفۍ کې، په خپل ماخذ کې داسې لیکی: “روزنامه کابل، سال ۱۸۶۸، متعلق به محفظ ملی اوراق هندوستان“ (۳۱)

مرحوم فرهنګ، د سید جمال الدین په اړه، له هغه ګزارش نه داسې نقل کوی:

 “په اوسنی وخت کې، استانبولی سید، امیر ته دومره د قدر وړ او ګران دی چې بل هېڅوک په دربار کې دغه دریځ نه لری. هغه په ساعتونو ساعتونو له امیر سره د زړه خواله کوی او ډېر خلک دا ګمان کوی چې هغه د روس استازی دی. »

تر دې نه لږه موده وروسته، د ۱۸۶۸ کال د فبروری د ۱۱ نه تر ۲۰ د ګزارشونو له مخې، هماغه وکیل خبر ورکوی چې “د امیر او استانبولی سید اړیکې سره خړ پړ شوی او امیر له افغانستان ته د بخارا پلو د سید د شړلو غوښتنه کړې ده » (۳۲)

مرحوم فرهنګ، بیا هم د هند د حکومت ګزارش لیکونو د ګزارش پر بنسټ، هغه وخت چې میر محمد اعظم خان ماتې خوړلې ده او امیر شیرعلی خان واک ته رسېدلی دی، د سید حالت په هغه پړاو کې داسې بیانوی:

“رومی سید، تیر وخت دوه لیکونه د امیر (منظور امیر شیر علی خان دی – ف ) او د سردار محمد اسلم خان په نامه، د خپلو شخصی نظریاتو د څرګندونې په توګه، ولېږل. امیر د لیکونو تر مطالعې وروسته دې پایلې ته ورسېد چې دا سړی کوم خاص منظور لری او پاتې کېدل یې په هېواد کې ګواښمن دی. نو له دې کبله یې هغه ته دوولس تومانه سفر خرج ورکړ او هغه یې د قندهار او هرات له لارې ایران ته ولېږه.”(۳۳)

مرحوم فرهنګ، له پاسنیو ګزارشونو نه دا نتیجه اخلی چې سید غالبا د امیر محمد اعظم خان د امارت پر وخت، کابل ته راغلی دی، امیر د هغه ښه او تود هرکلی کړی، خو وروسته پر هغه بدګمانه شوی او بخارا ته یې د هغه د شړلو امر ورکړی دی.

خدای بخښلی فرهنګ، همداسې دوام ورکوی:

سید جمال الدین په کابل کې د خپلې استوګنې پر وخت، په استانبولی یا رومی سید شهرت پیدا کړی او د یوه بهرنی یا آن د کوم بهرنی هېواد د استازی په نامه پېژندل شوی دی، نه د افغانستان د امیر یوه تبعه.

مرحوم فرهنګ د خپلو دغو اټکلونه په اړه لیکی:

“په دې موضوع کې، د بشپړو معلوماتو د لاس ته راوړلو پورې، هغه باید د یوه تاریخی، خو مجمل او له اسرارو ډک واقعیت په توګه ومنو. “ (۳۴)

خو د مرحوم فرهنګ پر لیکنه به زما لنډه تبصره داسې وی:

۱- مرحوم فرهنګ ته دا وړ نه وه، چې خپلې ټولې خبرې او انګیرنې د یوه انګریزې جاسوس د ګزارش پربنسټ، هغه هم د داسې جاسوس د خبرو پر بنسټ، چې آن نوم یې هم څرګند نه دی، وکړی. هغه هم داسې ګزارش چې د هغه د خپرېدو نه کال، نه ځای او نه نورې ځانګړتیاوې څرګندې وی. خدای بخښلی  فرهنګ ته دا لازمه وه چې، دغه اسناد یې، له نورو اسنادو سره چې د دغه مرحوم د ژوند پروخت خپاره شوی وو، په تیره بیا د ” اسناد و مدارک چاپ نه شده در باره سید جمال الدین مشهور به افغانی ” کتاب چې پر ۱۳۴۲ لمریز کال د تهران د پوهنتون له خوا خپور شوی و، پرتله کړی وای. کېدای شی بله پایله به یې تر لاسه کړې وای.

۲- مرحوم فرهنګ د هند د حکومت هغه جاسوس یا وکیل په حواله لیکلی دی چې امیر له افغانستانه بخارا ته د هغه د شړلو غوښتنه وکړه.

 دا په داسې حال کې ده چې اصلی متن بل ډول دی. زه د هغه څه انګریزی متن، چې مرحوم فرهنګ، د هند د حکومت د استازی ګزارش نومولی دی، “د  سید جمال الدین افغانی سیاسی بیوگرافی“  له کتابه چې امریکایی مخوره څېړونکی  Nikki. R. Keddie   لیکلی ده، رانقلوم، هغه داسې دی:

 “The Constantinople Syud affects to be annoyad with the Ameer and to desire to leave shortly for Bokhara. Probobly he has some mission “(۳۵)

ددغه پورتنی متن ژباړه داسې ده:

“د قسطنطنیه (استانبولی) سید، داسې وښوده چې له امیره خوابدی شوی دی او هیله لری ډېر ژر له (افغانستان) نه، د بخارا په تکل ووزی. احتمالا هغه به کوم ماموریت لری»

نو دلته د مرحوم فرهنگ د خبرې برخلاف، امیر محمد اعظم خان له سید جمال الدین نه، غوښتنه نه کوی، چې افغانستان د بخارا په تکل پرېږدی، بلکې دا سید جمال الدین دی چې تکل لری ډېر ژر بخارا ته لاړ شی او  Probobly he has some mission خبره، یوه قرینه ده. او دا ثابتوی چې دا پریکړه، د سید جمال الدین پریکړه ده، نه د امیر محمد اعظم خان. او یا هم کېدای شی انګریزی جاسوس سید د کوم بهرنی هېواد مزدور ګڼلی وی. ددې ګزارش په لېږلو سره، هغه غواړی ووایی چې هغه د روسانو جاسوس دی، بخارا ته ځی چې له روسانو سره اړیکی ټینګ کړی !!

دا په داسې حال کې دی چې، د سید په نامه د امیر محمد اعظم خان لیک کې، چې د دی رسالې په آخره کې به د هغه خطی بڼه درج کړم، دا ښکاری چې امیر، سید، په ډېر خورا ادب «سید سند امجدا“په نامه یادوی او د هغې له مطالعې داسې برېښی سید له امیره پېښاور ته د تګ اجازه اخېستې ده.

۳- د مرحوم فرهنګ په کتاب کې بله موضوع، د قندهار او هرات له لارې، د امیر شیرعلی خان له خوا، ایران ته د سید شړل دی. دا خبره نه د سید د ژوند له تاریخی پېښو سره اړخ لګوی او نه د هغه وخت د حاکم سیاست له کړو وړو سره. ځکه هغو څېړونکو چې د سید د ژوند او مبارزو په اړه څېړنې کړې دی، پوهېږی چې سید له امیرشیرعلی خانه هیله وکړه، اجازه ورکړی چې حج ته لاړ شی او امیر شیرعلی خان، هغه ته په دې شرط اجازه ورکړه چې، د ایران له لارې لاړ نه شی. د امیر دا شرط هم منطقی دی. هغه واکمن چې پوهېږی، سیال یې: یعنی امیر محمد اعظم خان،  په ایران کې ژوند کوی  او سید هم د امیر محمد اعظم خان دوست دی، ښه به دا وی دا شان پریکړه وکړی، چې هغه دوه تنه سره ونه ګوری.

نو له دې کبله څنګه امیرشیرعلی خان کولای شول، هغه ته دوولس تومانه ورکړی او هغه ایران ته وشړی.

د امیر شیرعلی خان له خوا، سید ته د هند له لارې حج ته د سفر اجازه، نه د ایران له لارې، زیاتو څېړونکی او لیکوالو را اخیستې، چې موږ یوازې د سید د رشید شاګرد، شیخ محمد عبده، پر لیکنه اکتفا کوو:

شیخ محمد عبده داسې لیکی: “و لهذا رأی السید جمال الدین خیرا له أن یفارق بلاد الافغان، فاستأذن له علی شرط أن لایمر ببلاد ایران کی لا یلتقی فیها بمحمد اعظم و کان لم یمت بعد؛ فارتحل علی طریق الهند، سنه ۱۲۸۵ (۱۸۶۹ م)” (۳۶)

… له همدې کبله سید جمال الدین دا ښه وګڼله چې افغانستان پرېږدی، نو له دې امله یې له امیر شیرعلی خانه اجازه وغوښته، چې حج ته لاړ شی. امیر هغه ته په دې شرط اجازه ورکړه چې د ایران له لارې لاړ نه شی، چې هلته له امیر محمد اعظم خان سره چې لا مړ شوی نه و، مخامخ نه شی. هغه د هند له لارې پر ۱۲۸۵قمری کال چې له ۱۸۶۹ میلادی سره برابر و، سفر وکړ.

په هر حال د مرحوم فرهنګ په لیکنه کې، د هغه دا خبره ، په هر مساله او په تیره بیا د سید جمال الدین افغانی په اړه، د هر لیکوال او څېړونکی لپاره د پام وړ وی. ځکه تل دا سپارښتنه کېږی چې د علمې څېړنو تګلاره له قامی او ملی تعصبه پرته باید وشی. په رښتیا هم ددغې تګلارې د غوره کولو او په پام کې نیولو له مخې کولای شو حقایق لاس ته راوړو او بیاهم د مرحوم میر محمد صدیق فرهنګ د وینا له مخې چې “د افغانستان په هغه پړاو کې د هغه رښتینې ونډه روښانه او څرګنده شی.”(۳۷)

 

*    *   *

 

لمن لیکونه :

۳۰-  افغانستان در پنج قرن اخیر، ۳۶۷-۳۶۸ مخونه.

۳۱-  افغانستان در پنج قرن اخیر، ۴۲۵ مخ.

۳۲-  افغانستان در پنج قرن اخیر، ۳۶۸ مخ.

۳۳- افغانستان در پنج قرن اخیر، ۳۶۸ مخ.

۳۴- افغانستان در پنج قرن اخیر،۳۶۹مخ. 

۳۵-Sayyid Jamal ad –Din al – Afghani  A   Political Biography       ۳۲ مخ. د کتاب لیکواله یعنی  Nikki. R. Keddie   د خپل مأخذ نوم Kabul Diary یاد کړی دی. دا کتاب، په برتانیه کې، د مشترک المنافع د هېوادونو د اړیکو په دفتر کې کتل کېدای شی. د پورتنی کتاب د لمن لیک، ۳۰ مخ، د سید جمال الدین افغانی سیاسی بیوګرافی.

۳۶- الرد علی الدهریین، ۹مخ، د الهلال د مجلې په روایت، د ۱۸۹۷ میلادی کال د اپریل لومړۍ، د ۱۳۱۴ قمری کال د شوال ۲۹، یعنی تقریبا د سید تر مرګه څلور اوونۍ وروسته.

۳۷-  افغانستان در پنج قرن اخیر، ۳۶۹ مخ.

(نور بیا)

 

 

 

Permanent link to this article: http://my.azmoone-melli.com/go/3720