Friday 17th of August 2018   

«

»

Print this نوشته

د افغانستان نومیالی او سید جمال الدین افغانی ـ ( دویمه برخه )

 

 Afghani 5

 

د افغانستان نومیالی

 او

سید جمال الدین افغانی

Afghani 1Afghani 2 Afghani 4

۱ـ   تکت پستی مزین با فوتوهای سید جمال الدین  افغانی که متاسفانه  شرح آن که به زبان  انگلیسی است ، تاریخ های درج شده در آن اشتباه است

۲ ـ     سید جمال الدین افغانی آرامتون، په کابل پوهنتون کی  

طرزی، غبار،جاوید، فرهنگ او حبیبی

 

Mahmood Tarzi 1

مرحوم علامه محمود طرزی

Gobahr 1

مرحوم میرغلام محمد غبار  ( استاد تاریخ افغانستان )

لیکوال: فضل الرحمن فاضل

Fazel Rahman Fazel 1

پښتو ژباړه: دوکتور لطیف بهاند

Dr.Latif Bahand 1

(  دویمه برخه   )

 

 

۲  –   میر غلام محمد غبار

د هېواد له نومیالیو له ډلې نه، یوه بل تن چې د سیدجمال الدین په اړه لیکنې کړې دی، خدای بخښلی میر غلام محمد غبار دی. هغه په خپل غوره دروند وزنی کتاب “افغانستان در مسیر تاریخ “ کې سید جمال الدین پر ۱۸۳۸ میلادی (۱۳)د کنړ د اسعد آباد زوکړی ګڼی. او وایی چې پر ۱۸۵۷ کال کې د دوست محمد خان له دربار سره یو ځای شوی دی.

خدای بخښلی غبار، په افغانستان او نورو هېوادونو کې، د سیدجمال الدین د کړو وړو د لنډې یادونې وروسته لیکی:

Niki 1

پروفیسر میرمن نیکی . آر. کیدی ، امریکایی سید جمال الدین پیژندونکی

“…دغه راز سید په هند، مصر او ترکیه کې نوی سیاسی غورځنګونه رامنځ ته کړل. بالاخره دغه ستر افغان د ۱۸۹۶ کال د مارچ په نهمه، د خناق د ناروغۍ او د یوه شبهه ناک ډاکتر تر تداوۍ وروسته، د ۵۸ کالو په عمر په استانبول کې مړ شوی دی. هغه د ګڼ شمېر ترکانو له خوا، د شیوخ په ادیره کې، په خورا درناوی خاورو ته سپارل شوی دی. په داسې حال کې چې د خلکو د ګڼه ګوڼې له امله د جنازې اتلس بدرګه کوونکی هم تر پښو لاندې مړه شوی دی“ (۱۴)

 په یاد شوی متن کې د ۵۸ کلنۍ قرینې ته په پام، دا اټکل کېږی چې ۱۸۹۶میلادی کال، چې خدای بخښلی غبار، هغه د سید د مړینې کال ګڼی، یوه چاپی تیروتنه وی، له امکانه لرې خبره ده. خو د سید جمال الدین د مړینی دقیقه نېټه د ۱۸۹۷ میلادی کال د مارچ نهمه، د سه شنبې ورځ ده چې د ۱۳۱۴ قمری کال د شوال المکرم له پنځمې سره برابرېږی. او د خدای بخښلی  غبار د لیکنې په روایت ستر استاد عبدالحی آرینپور ولوالجی، په خپل نوښتګر اثر “تاریخ منظوم افغانستان نوین در آیینه شعر“ کې، هم همدا ۱۸۹۶ کال یاد کړی دی. (۱۵)خو شیخ محمد رشید رضا، د شیخ محمد عبده، شاګرد چې د سید جمال الدین ژوند لیک د خپل استاد د معلوماتو پر بنسټ لیکلې دی او هغه یې پر ۱۹۳۱ کال خپور کړې دی، د “الموید“ د اونیزې خپرونې، په حواله، دغه خپره شوې ګڼه، د ۱۸۹۷ کال د مارچ په څوارلسمه، چې د شوال له لسمې سره برابره ده، یعنې د سید جمال الدین تر مړینی پنځه ورځې وروسته لیکی :

“د عالیه آستانه، نه رارسېدلی خبرونه وایی چې فاضل استاد، فیلسوف، مغفور شهیر السید جمال الدین افغانی مړ شوی دی. هغه خدای بخښلی د شوال په پنځمه، د مارچ په نهمه د سه شنبې د ورځې د سهار په اوو بجو او دیارلسو دقیقو.مړ شو. “ (۱۶ )

هغه شان چې پورته یادونه وشوه، خدای بخښلی غبار په خپل دروند وزنی کتاب کې، چې د سید له مړینی اوویا کاله وروسته خپور شوی دی، د سید په جنازه کې د ترکیې خلکو د زیات شمېر ګڼه ګوڼې، د ګډون خبرې کوی او آن په چنازه کې د ۱۸ تنو ګډونکوونکو د مړینی یادونه هم کوی، خو د مصر “المقطم“د خپرونې د خبرله مخې، چې د مارچ په ۱۸مه، د سید تر مړینې ۹ ورځې وروسته، خپره شوې ده ، هغه هم هغه خبر چې له آستانې، د عثمانی امپراتورۍ له پلازمېنې نه د راغلی لیک پر بنسټ دی. په هغه خبر کې یادونه شوې ده چې: د سید د مړینی پر وخت، له هغه سره یوازې یوازې د هغه چوپړ (خدمتگار) حاضر و او په جنازه کې، د هغه یوشمېر لږو دوستانو ګډون کړی و. او ددې لپاره چې خلک خبر نه شی، هغه یې د سهار په لسو بجو، د“شیخلر مزار لغی“ـ ـ شیخانو پورې اړونده ادیره ـ کې خاورو ته وسپاره. (۱۷)

آن امریکایی څېړونکې مېرمنNikki R Keddic، په خپل اثر «د سید جمال الدین افغانی سیاسی ژوند لیک“ کې لیکلی دی : د سید جمال الدین د مړینی په شېبه کې یوازې د هغه مسیحی چوپړ (خادم) ورسره و.(۱۸)

 

*    *   *

لمن لیکونه :

 

۱۳- یو شمېر زیات  افغانی، ایرانی، مصری، ترکی او د نورو هېوادونو، لیکوال، په داسې حال کې چې د سید د زو کړې نېټه، په قمری حساب ۱۲۵۴ کال ګڼی، خو د هغه میلادی کال ۱۸۳۹، ثبتوی. دې ته په پام سره چې سید و ۱۲۵۴ قمری کال په شعبان کې پیدا شوی دی، نو په یقینی ډول، ۱۸۳۸ م کال د هغه د زو کړې کال دی. د یادونې وړ دی چې، د شنبې ورځ، د ۱۲۵۴ قمری کال، د شعبان د میاشتې له لومړۍ ورځ، د ۱۸۳۸ کال د اکتوبر له شلمې او د شعبان ۲۹، د هماغه کال، د شنبې د ورځې، د نوامبر له ۱۷، چې دا هممهاله د ۱۲۱۷ ل کال د عقرب او قوس له میاشتو سره برابره ده.

۱۴- افغانستان در مسیر تاریخ، چاپ اول، کابل، صفحه ۵۹۳.

۱۵- تاریخ منظوم افغانستان نوین در آیینۀ شعر، تألیف استاد عبدالحی آرینپور ولوالجی، صفحه ۱۳۸.

باید یادونه وکړو چې ستر څېړونکی علامه اکبر دهخدا، هم د سید د مړنې د کال په اړه تېروتنه کوی. علامه دهخدا لیکی: “بیا د سلطان عبدالحمید په بلنه، پر ۱۳۱۰ هجری  ق کال، استانبول ته لاړ، همالته و، تر هغه چې پر ۱۳۱۴، یا ۱۵ او یا ۱۶ کې مړ شو. “آن دا چې علامه دهخدا د سیدجمال الدین افغانی د آثارو سرلیکونه هم په دقیقه توګه نه ثبتوی.

۱۶- تاریخ الاستاذ الامام  الجزء الاول، از شیخ محمد رشید رضا،صفحه ۹۲.

۱۷- تاریخ الاستاذ الامام ، از شیخ محمد رشید رضا، صفحه ۹۳.

۱۸-Sayyid Jamal ad  Din al Afghani A Political Biography   ، صفحهء ۴۲۰٫

Permanent link to this article: http://my.azmoone-melli.com/go/3494