Friday 19th of October 2018   

«

»

Azmoone Melli

Print this نوشته

دعثمانی امپراطورۍ د پادشاهانو خوب، کوم چې تعبیر یې ریښتیا شو

Rahmani 1

 دانشمند ګرامی جناب آقای عبدالرحمن فرقانی

تاریخ نقلوی: چې د”مرمرای” پروژه ۱۵۰ کاله وړاندې د عثمانی امپراطورۍ د پادشاهانو هر یو سلطان عبدالحمید او ورپسې د سلطان عبدالمجید خوب ؤ، چې نن د رجب طیب اوردګان په لاس یې تعبیر ریښتیا شو،  د”مرمرای” پروژه شپیته متره  تر اوبو لاندې د ۱۵ متره په  ارتفاع او ۹ متره په عرض تونل دی،چې په یوه ورځ کې دواړو غاړو ته د یوه ملیون کسانو د لېږد ظرفیت لری، د نړۍ په کچه ډېره ارزښتناکه پروژه ده، نه یوازې د ننی عصر بلکې د ټولو عصرونو په کچه لویه او بنسټیزه پروژه ده.

 په ترکیه کې د عدالت او اسلامی پراختیا ګوند د نوې ترکې د جمهوریت دمؤسس مصطفی کمال اتاترک  چې د ترکانو د پلار لقب ورکړل شوی ؤ ، لادینه جمهوریت ړنګ کړ، حاکم ګوندچې لا تراوسه د ځوانۍ په دوران کې ژوند کوی او لا تر اوسه یې د هڅوب  لړۍ نه ده بشپړه شوې، که څه هم چې د نوموړی هڅوب کچه د ځینې لاملونو له کبله اغیزمنه شوې هم ده، لکه اقتصادی ستونزې چې ټوله نړۍ او اوروپا ګواښوی، وتوانیږی چې د کمال اتاترک د جمهوریت مخ په لسو کلونو کې بدل کړی او د ریښتنی اسلامی حکومت بنیان په ترکیه کې په پښوو ودروی ، او نړۍ ته خپلې لاسته راوړنې یوه په بله پسې اعلان کړی. اوس مهال د”عدالت او اسلامی پراختیا” ګوندحکومت اوروپا د آسیا سره ونښلوله، هغو اسلامپالو لوېدیځ د ختیځ سره و نښلوه، چې په اړه یې لوېدیځ  اوس مهال خپل ټول ماجور او ګمارل شوی مطبوعات ګمارلی، تر څو یې پر ترهګرۍ او سختدریځۍ تورن  اوله سیاسی صحنې څخه لېری کړی!.

پدې شک نشته چې د اسلامی خلافت له ړنګیدو څخه را پدیخوا د اسلامی نظام د احیا لپاره کومه پروسه او کړنلاره چې د نړۍ پر مخ په مصر کې د اخوان المسلمین غورځنګ او په ترکیه کې د عدالت او پراختیا ګوند او په تونس کې د اسلامی نهضت غورځنګ په لاره اچولې وه او د خپلې سپیڅلې مبارزې لپاره یې چې کوم میکانیزم غوره کړی ؤ، د اسلامی خوځښتونو د مبارزې په بهیر کې ساری نه لری او په کومه کچه چې دا پروسه د انسانی ژوندانه په  چارو کې د اسلام عملی اړخ شونی او پلی کوی او په کومه کچه چې نوموړې پروسه او کړنلاره اسلام ته د انسان په هر اړخیزو چارو کې که هغه سیاسی  چارې وی، که دینی که اقتصادی .. خپل ریښتنی مقام ټاکی، په هغه کچه د دغې پروسې د شنډولو لپاره په مصر کې د لویدیځ په لمسون دحسنی مبارک د مستبد حکومت د پاتېشونو او په ترکیه کې د اتاترک د علمانی حکومت د پاتېشونو او په تونس کې د زین العابدین بن علی د ظالم حکومت د پاتېشونو له لوری هڅې په لاره اچول شوې، تر څو د دغې پروسې خاوندان د هر راز بې بنیاده او بې اساسه تورون په اساس د واکمنۍ څخه ګوښه او د تېر په څېر یې د تورو زندانونو د میلو شاته ولېژی، د سختدریځۍ نه نیولی تر بنسټپالۍ پورې یې په راز راز تورنو  تورن او د سیاسی فعالیت له ډګرڅخه یې ګوښه کړی .

په ټول کې اسلامی اصلاحی او منځلاری حرکتونه او ګوندونه د ټولو مغرضو ادعاګانو پر خلاف چې د نوموړو حرکتونو په اړه په نړیوالو رسنیو او محافلو کې خپرېږی، نړیوالې ټولګټې موخې او پروژې په پام کې لری، د ټول بشریت د سوکالۍ او نیکمرغۍ لپاره پروژې په پام کې لری.

د نورو ګڼو عوامل سره سره هغه څه چې د لوېدیځ استعماری ځواک ته خورا اهمت لری. هغه دمادی ګټو او مصلحتونو زیانمنېدل دی، که په ترکیه کې اسلامپالانو وکولای شول، چې خپلو موخو ته ورسېږی او د خپل ملت او ولسونو قناعت حاصل کړی، و او په خپله اسلامی پروسه کې مخ پروړاندې په حرکت کې پاتې شی، خو په مصر کې چې ترکیې د تجربې سره د ځینو لاملونو له کبه توپیر لری ، بیا د اخوان المسلمین حکومت د ګڼ شمېر نورو  لاملونه سره د مادی مصلحت له کبله راوپزول شو.

د ترکیه په څیر د مصر اخوانی سوله ییزحکومت هم په پام کې درلودل تر څو د “سویس کانال ” ټولګټه لویه پروژه پراخه او په لوی ظرفیت سره پلې کړی، او ختیځ د لوېدیځ سره د ډېر لنډ واټن له لارې و نښلوی. کوم سوداګریز توکی چې اوس مهال د دوبی له لارې آسیایی او نورو هېوادونو ته لېږدول کېږی، د سویس د کانال له لارې په ډېر کم لګښت لېږدول کېدی شی، د دوبی په اقتصادی مارکیټ واکمن  مادی استعماری ځواک او ورسره د خلیج شیخان په دې پوهېدل چې  په دې کار سره به د اماراتو او تر شا یې ولاړ مادی استعماری ځواک  ګټې زیانمنې شی، له دې کبله د اماراتو او سعودی شیخانو د خپلو مادی ګټو د خوندیتوب لپاره اسلامی ارزښتونو ته شا کړه او په مصر کې یې د اخوان المسلمین منځلاری سوله ییز اسلامی حکومت نسکور کړ، که هر څومره په خپلو ګمارل شوو رسنیو کې نور نور دلایل  وړاندې کوی، خو د اخوانیانو د حکومت  د ړنګېدو یو بنسټیز لامل همدا د “کانال سویس” ټولګټه پروژه هم وه، چې اخوانیانو په پام کې درلودل چې په راتلونکې کې نوموړی بنسټیزه پروژه  بشپړه کړی.

تاریخ شاهد دی، چې د لوېدیځ استعماری ځواک د خپل سیاسی خوځښت او نفوذ په کړۍ کې یوازې خپلو مادی ګټو ته اهمیت ورکوی اوهر وخت خپلې پرېکړې د همدغه موخې د خوندیتوب پر بنسټ  کوی، نو هر کله چې نوموړې ګټې زیانمنېږی، بیا استعماری ځواک او په سیمه کې استبدادی حکومتونه چې یوازنۍ موخه یې د خپل واک اوږدول دی، هر ډول اصول، ارزښتونه او حقوق تر پښو لاندې کوی، او خپل ګټی خوندی ساتی.

                          عبدالرحمن فرقانی

                       

Forqani_604@hotmail.com

Permanent link to this article: http://my.azmoone-melli.com/go/3470