Friday 19th of October 2018   

«

»

Print this نوشته

انا لله و انا الیه راجعون

6750

قدرمن او عزتمن وروره ناصری صاحب السلام علیکم ،

د لوی الله څخه د محترم کهول د لوی واړه او ټولو دوستانو په شمول روغ صحت او عافیت درته غواړم .

معزز وروره ، زه پرون خبر سوم چی ستاسو محترم مشر ورور د فانی دنیا څخه ابدی دنیا ته رحلت وکړ ـ انا لله و انا الیه راجعون . الله تعالی دی یې وبخښی ، الله تعالی دی یې جنت الفردوس ځای کړی ، الله تعالی دی یې مرحوم او مغفور ولری ، الله تعالی دی د هغه مرحوم د محترم کهول پاته کسانو ته اوږد صبر عطا کړی .

زه په دې غمجن خبر ډیر غمجن سوم ، نو ځکه ځان په دې غم کی درسره شریک بولم او د زړه له تله غمرازی درته څرګندوم . یوازینی مسؤلانه کار چی موږ او تاسی یې کولای سو دا دی چی د زړه له اخلاصه به دعاوی ورته کوو او دعا د مؤمن تر ټولو تېره وسله ده . نور نو د ستر رب څخه ستر اجر ، استقامت او صبر درته غواړم ، دنیوی او اخروی بری مو په برخه اوسه . والسلام

نثار احمد صمد

Permanent link to this article: http://my.azmoone-melli.com/go/3433