Tuesday 13th of November 2018   

«

»

Print this نوشته

دا ولی ؟

 6040

نن د عمل ورځ ده بېله حسابه ، خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله

مګر ډیروعبادت په عادت سره اړولی دی

او دین یې په سیاست سره اړولی دئ

موږ اکثریت ډېر سیاست خو لږ عبادت کوو  

ډېر غیبت خو لږ صفت کوو  

ډېره ښرا خو لږ دعا کوو  

ډېر خاندو مګر لږ خوشحاله یو

دا ولی ؟   

آسانتیاوی ډېری خو راحت لږ لرو  

عالی تحصیلی اسناد خو کښته استعداد لرو  

وګورﺉ پوهه څونه « ډیره ! » لرو خو عامه درک مو څونه لږ دئ  

کارپوهان ډېر لرو خو حل لاری لږ لرو  

دواوی ډېری خو روغتیا لږ لرو ؛

موټر تېز چلوو خو مقصد ته ناوخته رسېږو  

ډېر ثروت او شتمنی لرو خو بیا هم مفلس او غریب یو

دا ولی ؟  

ډېری خبری مګر لږ عمل کوو  

خورا ډېر درواغ وایو خو بیخی لږ نتیجه اخلو  

ژوند جوړول مو ښه زده دی خو ژوند کول مو زده نه دی  

لوړ مقام خو کښته تربیه لرو   

پر ژوند مو کلونه ډېر ورزیات کړی دی خو پر عمر مو ژوند لږ ور زیات کړی دئ  

لوړی ودانۍ لرو خو کښته طبعه لرو  

لویی لاری خو تنګ لید لوری لرو

دا ولی ؟  

ډېری پیسې خرڅوو لاکن لږ شیان لرو  

ډېر اجناس رانیسو خو لږ خوند ځنی اخلو  

ډېر لیکو خو لږ په یادوو  

ډېر پلانونه جوړوو خو لږ ئې عملی کوو  

تلوار مو هضم کړی خو صبر مو بایللی دئ  

عاید مو ډېر خو لاس مو تنګ دئ  

کمیت مو خورا دروند مګر کیفیت مو خورا سپک دئ

دا ولی ؟  

لوی اشخاص لرو خو ټیټ شخصیتونه لرو  

ډېر فرصت لرو خو لږ وخت لرو  

ډول ډول خواړه مګر خرابه تغذیه لرو  

ژوند مصرفوو د پیسو لپاره ، نه پیسې د ژوند لپاره  

خارجی فضا مو فتحه کړې ده خو دا خلی فضا موږ فتح کړی یو  

اټوم مو مات کړی دی خو ظلمت مات کړی یو  

تر هر چا په مرګ ډېر پوهېږو خو تر هر چا مو قیامت لږ په یاد دئ

دا ولی ؟  

صحبت مو ډېر خو ریاضت مو کم دئ  

د پنځو حواسو څخه لږ کار اخلو خو شپږم حس یعنی بد ګومانی ډېره کاروو  

حلال نه خوښوو خو په حرام پسی غوټې وهو  

ظاهر او ریا مو خورا ډېره خو باطن او تقوا مو خورا لږ ده

وګورﺉ ! ډېر ژر عصبانی کېږو  

چی ناست یو نو ټلوېزیون ډېر ګورو  

تر ډېره ویښ یو  

له خوبه نا آرامه راویښېږو…

دا ولی ؟

موږ تل خدای ته وایو چی مشکل لرو خو خپل مشکل ته هیڅ نه وایو چی خدای لرو  

دینی عالم مو له دنیوی علمه او دنیوی عالم مو له دینی علمه بی خبره دی  

غیبت مو عادت کړی خو اسلام مو بدعت کړی دئ  

بل ته لاره ښیو مګر په خپله بې لاری یو  

جنګ ډیر بد ګڼو خو سوله په جنګ سره راوړو  

دعاوی کوو خو هغه نه قبلېږی

آیا دا د زندګی او بندګی بربادی نه ده ؟

آیا پوهیږې چی دا هر څه ولی ؟

هو ، اصل مو فرع کړی او فرعی مو اصل کړی دی

 او پیدا یو عبادت له ، خو روان یو عداوت له !

( الذاریات : ۵۶ )

Permanent link to this article: http://my.azmoone-melli.com/go/1597